تاند- پاکستان وايي، د امریکا متحدو ایالتونو ته یې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش شتون د اسلام اباد لپاره ګواښ دی او له دې تهدید سره د مقابلې لپاره د پولو مدیریت (بارډر منجمینت) ضروري دی.
د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د جمعې د ورځې په ګڼه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت د افغانستان او سیمې په اړه د خپلې بیاکتل شوې پالیسۍ اعلان ته تیاري نیسي، او پاکستان د امریکا هراړخیزې سیاسي پالیسۍ ته سترګې په لار دی، پکار ده چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ پر غښتلي مشارکت او همکاري ټینګار وشي.
ګڼو امریکايي چارواکو ویلي چې باید د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې پاکستان له نظره ونه غورځول شي ځکه چې پاکستان د طالبانو د مشرانو کوربه او اصلي ملاتړ کوونکی دی.
دي نیوز وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې او د افغانستان او پاکستان سرپرست استازې الیس ویلز د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې هغې ته ډاډ ورکړ چې امریکا د سوکال او پرمختلونکي پاکستان ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اسلام اباد ته د مېرمن ویلز سفر ته په اشارې ویلي«موږ دا سفر ډېر مهم بولو ځکه چې په لړ کې یې موږ ته موقع په لاس راغله چې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر اړوندو سرحدي مسلو خبرې وکړې.»
پاکستان په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش پر حضور اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې یو شمېر شنونکي باور لري چې داعش د پاکستان یوه بله پروژه ده.