کله داسې احساس کوم، چې زه د انسان پر لوېدنه (سقوط) تر بل هر چا ښه پوهېږم. «فرانتس کافکا»
د کافکا د قصر يا ماڼۍ په اثر باندې يو نقد چې داريش هلر په نامه يوه ليکوال کړي، ډېرو نازکو او باريکو ټکو ته اشاره کوي: هغه ليکي، د کافکا قهرمانان د هغه حقيقت پلټنه کوي، چې د افلاتون د ( ُمثلُ) په مفکوره کې هم جوتېږي.
د دې داستان له مخې په يوه څمڅه کې ډېر کسان ناست دي، ټول لکه بنديان په زنځيرونو تړل شوي، مخونه يې د څمڅي دېوال ته دي. د غار دېوال او بس. خو شاته يې اور بل دی د اور په منځ کې لاره ده. کاروان يا کسان تېرېږي او سيوري يې د غار پر دېوال پرېووځي. هغوی فکر کوي، د کاروان يا د څارويو د جسدونو دا سیوری چې پر دېوال پريووځي، يو حقيقت دى، چې دمخه نه پوهېدل؛ يعنې په پايله کې خلک د واقعي شيانو له ليدلو بې برخي دي.
يوه ورځ د زندان دروازه بېرته کېږي. موقع په ګوتو ورځي، لومړی د اور لمبې چې د هغوی سترگې سېزي، ويني، بيا ورو ورو نوره دونيا ويني. هغه بندي چې ځان يې په سيوري قانع کړي و، بالاخره پوهېږي، چې له غار نه راووځي او د لمر رڼا وويني؛ خو د لمر رڼا يې سترگي يې برېښوي.
له غاره راوتلي کسان يا کس ورو ورو د ژوند پر بې مانا والي پوهيږي – هغه بندي چې همېشه يې ځان په سيوري قانع کړي و، تر شا يې واقعي او روښانه نړۍ ده. اوس چې هغه له غاره راوتلی، لمر ته گوري او بيا د غار د ملگرو په اړه فکر کوي، چې هغوی خپل جوهر او ماهيت له لاسه ورکړى دی. د هغوی په حال يې زړه سوځي.
له بلې خوا د کافکا په اثارو کې یوه زاویه دا هم ده، چې هغه نړۍ او د نړۍ روزگار ته په يو خاص نظر گوري.
شکسپير وايي: «ژوند داسې کيسه ده، چې احمق يې را نقلوي. د قهر، شور او هيجان نه ډکه ده؛ خو هيڅ مانا نه لري.»
کېداى شي شکسپير د انساني تفکر په تاريخ کې لومړنى سړى وي، چې هغه ډله ييز احساس چې پخوا پوهانو او متفکرينو په پټه او نامعلومه بڼه بيان کړی او د نړۍ او ژوند په باب يې وړاندې کړی و، په دقيق او څرگند ډول رامنځ ته کړ.
شکسپير په پورتني عبارت سره نړۍ په يو غير تعقلي صفت توصيفوي او هغه دا چې ژوند یو عبث او بې گټې شى دی. د هغه په نظر نړۍ نه تعقلي وه او نه غير تعقلي. خبره دا ده، چې موږ انسانان ورته دا دوه ځانگړنې ورکوو.
کافکا په خپلو کيسو کې د نړۍ او ژوندانه بې گټې والی په ډېر شر او شور سره انځوروي. باور يې دا دى، چې د دې جهان عمر په يو تلپاتي ژمي کې تېريږي.
خو له بلې خوا د کافکا زغم او تحمل د حضرت ايوب له صبر سره پرتله کېږي. ځينې خو د ايوب داستان د کافکا په اثارو کې پلټي. يعنې د ټولو خواريو او کړاوونو او تراژيديو پر وړاندې له زغم نه کار اخلي. کافکا خپل يو دوست ماکس برود ته په ۱۹۱۷ کال کې د ټپ په اړه په يو ليک کې ليکي او د «کلي طبيب» داستان يادونه کوي، چې شپږ مياشتي تر مخه يې انځور کړى و: «هغه ټپ د ځوان د لارې توښه ده او د ټپ پر وړاندې هغوی چې خپل ټټر سپر کوي او ان په ځنگل کې د تبر اواز هم نه اوري؛ نو کله به د هغه په نېژدېوالى باندې چې دومره خطرناکه نه ده، وپوهيږي.» او بيا درې کاله وروسته ملينا ته ليکي: «پر ذهن مې د ټولو اندېښنو بوج پروت و، درد له هماغه ځايه محسوس و. کافکا ويل: «زه له دې باره اوږه خالي کوم. خو داسې څوک به وي، چې د جسم يا د تماميت له بقا سره مينه ولري او زما د اوږو بار لږ سپک کړي؟ دلته ده، چې سږى په خپله خوښه دې ته چمتو شو، چې دا کار وکړي؛ ځکه چې زيات څه يې نه درلودل، چې له لاسه يې ورکړي. همدا خبرې چې زما له خبرېدو پرته زما د مغز او سږو تر منځ تبادله شوې، ښايي ډېرې وحشتناکي وي.»
دا هم څرگنده ده، چې کافکا خپلې ناروغۍ نه هم راضي و، کورت ولف ته يې په يو ليک کې وليکل:
«دې ناروغۍ زه هوسا کړم.»
ځينې کسان حساس او ځينې يې بیا د غم په غم کې نه وي. کافکا د یو داسې انسان په څېر و، چې نسیم یا نري باد هم باید خوږ کړی وی. د داسې نسیم خوږي سړی پر سر بیا یو مستبد پلار واکمني کوله. داسې پلار چې انساني عاطفه یې مړه وه. دا چې کافکا ژوند بې ګټې بولي، د دې فکر په رامنځته کولو کې يې د پلار ونډه خورا پياوړې وه؛ ځکه پلار يې نوموړی په هېڅ شمېره.
فرانتڅ کافکا (Frazn Kafka) نړۍ ته د یوه معمولي انسان په توگه نه ګوري، دی کله کله ان د بهرنۍ نړۍ په فکر کې هم نه وي، په ځان کې پلټنه کوي، ګراګوس ښکاري (د کافکا یوه لنډه کیسه) یې ښه بېلګه ده. په ګراکوس ښکاري کې کافکا تر مرګ وروسته هم ابدي سکون ته نه رسي. څنګه چې په ژوندوني لالهانده و، تر مرګ وروسته هم لالهانده ګرځي او سخته لا دا چې څوک اهمیت نه ورکوي. د کافکا د ځورېدنې – روحی شکنجې – یو لوی عامل دا وه، چې چا اهميت نه ورکاوه. نوموړي له فليسه باوِر سره مينه وکړه؛ خو هغې به د کافکا – یو حساس سړي – مینه کم ارزښته بلله، چې وروسته بیا له خپلې کوژدنې (فلیسه باوِر) سره يې اړيکی پرې کړ.
فرانتڅ کافکا په ۱۸۸۳ کال کې په پراګ کې وزېږېد. په ۱۹۰۶ کې يې د حقوق پوهنځی ولوست او بیا د بيمې په شرکت کې وګومارل شو. کافکا په ۱۹۲۴ کال کې د نرۍ رنځ په ناروغۍ په ۴۱ کلنۍ کې ومړ. کافکا د ژوند تر پایه پورې له خپل پلار سره جوړ نه شو. پلار يې یو بډای سوداګر و. هغه به په کوچنیوالي کې ډېری مهال د پلار په هټۍ کې کار کاوه؛ خو د ده روح له هماغه وخته وځپل شو. کافکا په «پلار ته لیک» کتاب کې لیکلي: په هټۍ کې به پر نوکرانو هسې په غوسه کېدې، کنځل به دې، ان ستا عادي خبره هم متشدده وه، ستا غوسې او متشدد سلوک زما اروا وځپله. زه وېرېدم، چې دا حالت ستا تر مرګ زیاد دوام ونه کړي، زه به چې کله کله له ملګرو سره مخامخ کېدم؛ نو په ځان کې مې یودمي بدلون راوستلی نه شو، له وېرې ډک چلن به مې کاوه. ته زما لپاره د ژوند یو بشپړ مثال وې؛ خو تا زه خوار او کمزوري انسان ګڼلم، که رښتیا ووایم، هېڅ دې ګڼلم.
کافکا د خپل پلار له سکوک نه خورا اغېزمن شوی و، وېره يې احساسوله، پلار يې د باچا په څېر له دوی (کافکا او خویندې) سره سلوک کاوه او دوی د متشدد سلطنت تر چتر لاندې ژوند تېراوه.
ځينې لیکوال وايي، چې د کافکا د کیسو پېښې اکثره د نوموړي د ژوند انعکاس دی او د کسیو کرکټر بل څوک نه؛ بلکې پخپله کافکا دی. په «فتوا» کیسه کې جورج بېندمن د خپل پلار له ناوړه سلوک سره مخامخ دی او په «مسخه» کې ګریګور سامسا د کمپنۍ د رییس، خپل پلار او مور له ناوړه سلوک سره مخامخ دی. په «محکومانو پنډغالی» کې هم محکوم د افسر د ربړونې له وېرې نه په ژوندوني رښتینی مرګ تجربه کوي، په داسې حال کې چې محکوم له خپلې سزا نه خبر هم نه دی.
د کافکا داستاني ادبیات د یوه ځورېدلي او حساس انسان د ژوند تجربه ده، دغو داستانونو ته هغه څوک تمایل ښيي، چې روح يې ځپل شوی وي او د خپل ژوند هېنداره یې ګڼي.