اېمل ښمر

لیکوال: اېمل ښمر

کولی شو شاعري د کیفیتونو هغه اوبدلې غالۍ وبولو چې هر شاعر پکې د خپلې خوښې ګل جوړوي او د خپلې خوښې رنګ ور ته ټاکي، کیفیت هغه وخت ښه درک کولی شو چې د یوې تجربې په بڼه وي.

    شیدا د طبیعي تجربو او استدلالونو په وسیله د شعر ډېری غوښتنې، ځانګړنې او توکي په شعر کې ځایوي لکه خیال و فکر، ادبي جوړښتونه، شعري انځورونه، شعري کوډونه، منطق، شري ژبه، موسیقي او …

     د شیدا له طبیعي تجربو مو موخه هغه تجربې نه دي چې په طبیعي ډول، پرته له تکلفه را منځ ته کېږي، بلکي هغه کیفیتونه دي چې شیدا یې په طبیعت کې تجربه کوي، شعر ته ترې خام مواد را اخلي او بیا یې په پاخه انداز په شعر کې ګډوي.(( په شاعرۍ کې د کیفیتونو د حس و درک په موخه د موسیقۍ لپاره د متجانسو کلمو او همخرجو اوازونو کارونه پکار ده خو چې د تجربې پر وړاندې خنډ نه شي، که د تجربې له بیان سره پخپله د متجانسو کلمو یا د ورته اوازونو تکرار راشي، شعر پیاوړی کوي خو که شعر سوچه موسیقي وي بیا د تجربې هیله ترې نه کېږي، ځینې شعرونه یوازې بیان وي، تجربه نه وي، ښایي دا ډول شعرونه خوند را کړي خو فکر به را نه کړي. )) (ښکلی اجمل، ادبي زاویې، علمي کتابپلورنځی / ۱۳۹۴ )

سر کشان دي مسخر د خاکسارانو   ــــــ   زمین بوس وي د ساحل، طوفان د موج

    تر ساحله د طوفاني څپو راتګ او په ساحل کې له زور و ځوګه لوېدل یو عیني انځور دی، دلته یې شعري انځور ځکه بولو چې شعر شوی دی او دا هم ویلی شو چې ښایي له ساحله او طوفاني څپو د یوه عادي ذهن لیدنه هم همداسې وي، هغه څه چې شعر شوي/ شعري شوي دي، دا دي چې طوفاني موجونه سرکشان او ساحل خاکساران بلل شوي دي، د طبیعت له نندارې دا ډول پایله اخیستل او یې په شعر کې په عالي بڼه اوډل،  د یوې مخکېنۍ او یوې نوې تجربې یو ځایونه ده او دا د عادي ذهن کار نه دی.

    یو بل کار چې شیدا په همدې بیت کې کړی دا دی چې یوه نسبتا نه مننونکې یا په سخته مننوکې خبره یې په خورا لوړ او قانع کوونکي دلیل را باندې منلې ده، عام ذهنیت د سرکشو رامول یوڅه نه کېدونکې چاره بولي او رامېدل یې ور ته ګرانه چاره ښکاري خو شعري ذهن، شعري تجربه او شعري منطق مو( چې شیدا کارولی دی) قانع کوي چې طوفاني موجونه پای د ساحل پښې ښکلوي.

    شیدا، طبیعت له شاعرانه سترګیو کسي، له طبیعته عادي لید هر څوک لري، له ګل و شبنم سره به ډېر کله مخ شو خو که شاعرانه لید و نه لرو او یا خپلې تجربې په طبیعت کې تطبیق نه کړو نو ښایي ګل را ته یو عادي بوټی او شبنم را ته د اوبو یو عادي څاڅکی وبرېښي خو شیدا چې شاعر دی او د انساني ژوند د ډېرو تجربو بېلګې یې په طبیعت کې پیدا کړې، طبیعت موږ ته او موږ طبیعت ته غږوي.

کار د اصل منتظم په نقل نه شه        ــــــــ      کوم تشنه په لویه دشته سر اب وچیښ ؟

    شیدا لوستی شاعر دی، د نورو ژبو ادبیات یې لوستي دي او داسې یې لوستي دي چې هم یې خوند ترې اخیستی او هم یې نوې تجربې په کې لیدلې دي نو ارو مرو به د خپلې ژبې په شاعرۍ کې هم د نویو تجربو او له دې لارې د نوښتونو لېوالتیا بلکې ارمان ور سره پیدا شوې وي .

    د شیدا د شاعرۍ ستره بر خه ترکیبونه او ادبي جوړښتونه له طبیعي عناصرو رغېدلي دي او په دې توګه یې ستر شعري هنر پنځولی دی، شیدا د هندي مکتب د پلوي او د هندي مکتب د یوه لوستوال شاعر په توګه هم نویو تجربو ته میلان لري، هسې خو نوښت د هندي مکتب کار دی او نوښت بیا د شاعرۍ د پایښت اصل دی، شیدا چې څومره نوي شاعرانه خیالونه او فکرونه پنځولي دي، ستر لاس پکې د ده خپلې او نوې تجربې لري او د دې نویو تجربو په ځانګړي ډول د شیدا نېچرلېسټي تجربو د شیدا شاعري له رنګارنګیو مالامال کړې ده.

نه شي هېڅ، د برق لمبه زیاته یا کمه         که باران په شیبه اوري، باد یې پو که

    برق، باد او باران په دې بیت کې طبیعي توکي دي، د برق لمبه چې شعري ترکیب دی په ورته وخت کې د یوه لنډ پاري، کاذب شخصیته او بې هنره کس د وجود او شته والي لپاره استعاره هم ده، شیدا همدغو طبیعي توکو ته روح ورکوي او خپله تجربه تر سره کوي، وايي لنډ پاري، بې هنره او بې کماله خلک داسې لکه د  برق لمبه چې شته والی یې خورا لنډ او زر له منځه تلونکی دی، که څه هم ځلا یې یې ډېره وي خو پایښت یې نه وي، وایي دا ډول خلک که څه هم د ژوند ډېرې اسانتیاوې لري چې باید د ده د تلپاتې والي لامل وای کله برق چې په شیبه ورېدونکی باران او تېز باد لري خو دا چې کمال نه لري، دا چې شته والی یې خوار ناندریز او نمایشي دی نو دا شته یې هم پایښت نه شي تضمینولی او د سترګو په رپ کې فنا کېږي.

    د باد پوکی او تالنده برېښنا ته د برق لبمه ویل، شعري ژبه او له طبیعي توکي (تالنده) څخه رغېدلي تخیلي انځورونه دي چې په طبیعت کې یې نه شو موندلی خو په شاعري کې یې ډېر اوڅار لیدلی او شو.

    شیدا ته نېچرلېسټ شاعر ویلی شو که نه؟ یا دا چې شیدا نېچرلېزم پاللی دی که نه ؟ ښایي اوږد بحث را نه وغواړي خو په شاعرۍ چې یې  نېچرلېسټي تجربې او له طبیعي توکو رغیدلي خیالونه، انځورونه، فکرونه او استدلالونه ځښت ډېردي، که مو ولوست در ته و به برېښي.

     ښه به دا وي چې د شیدا د شعر په هلکه د شعر میخانیکیت او فورمولیټي جدي ونه ګڼو او یا ټول بحث و تمرکز په دې و نه کړو چې د شیدا د شعرونو څپې او خجونه څه ډول دي، اوس چې د ادب د لوست تمایل د چوکاټونو او جوړښتونو پر ځای د کیفیتونو درک و پوهای دی نو ښه به دا وي چې د شیدا د شاعرۍ په لوست کې د ده پر کیفیتونو پوه او د ده له کیفیتونو پر جوړ هنر ځان پوه کړو؛ شیدا د کیفیتونو شاعر دی د چوکاټونو نه دی یا دا چې شیدا کیفیتونه شعروي، البته اصل کار یې همدا دی خو د کلاسیک شعري دود له مخې اړ دی چې د چوکاټونو تنوع ته هم غاړه کېږدي او شعري کالبونه هم مراعات کړي؛ زه وایم که شیدا معاصر شاعر وای، شونې وه چې شعري کیفیتونو ته یې د شعري چوکاټونو بندیتون نه وای جوړ کړی، هو! که دا کار یې کولی نو په شاعرۍ کې به یې دویم یا حتی دریم ارزښت لرلی.

   شیدا د شاعرۍ هر کیفیت او هر داخلیت پنځولو ته له طبیعي توکو د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه کار اخلي، شیدا که جلا وطني ژاړي یا یې په شاعرۍ کې ناسټالجېک وینو، که یې مین وینو، که یې رومانټیک وینو، که اواره وینواو یې مفکر وینو ؛ د دې هر کیفیت د انځورولو او لېږد لپاره به یې طبیعي عناصر کارولي وي او په دې توګه به یې کیفیتونه په تجربه اړولي وي.

تاسو یې دا بېلګې وګورئ :

په زړه مې اوري، د غرونو څوکې

حملې د بازو، د زرکو کوکې

ووایه څه کا، د روه نسیمه؟

ګیرا منګولې، زیبا مښوکې

که دانه دې په ډېر اب نه شوه سر سبزه

شکایت لکه ګوهر د بهار مه کړه

***

پرېوتل دې، د دې ښاخه نابودي ده

د ثمر په شان خپل سر جزو د دار کړه

د مینا ګردن کشي افراط د عجز

و شیدا ته بلندي د لوی کهسار کړه

***

ګمنامي عجب مرهم د عافیت دی

د نګین غوندې زخمي ګرځم له نامه

ته به وایې چې غونچه په نمو راغله

پس له خوابه چې غزېږي ګل اندامه

***

همېشه وي نرم چوب غذا د کِرم

شیدا مه شه مرد خالي له سیاسته

***

د بنا په تخریب زړه د سیلاب سوړ شي

د ظالم په زړه د رحم اثر نشته

***

د شبنم دانه که تخم شي د ګلو

زړه به سوړ په دیدن نه شي د بلبلو

د دریاب له سرد جوشۍ د حباب زړه چوي

شیدا قطع دې امید بویه له خپلو

کیدای شي ما د شیدا هغه بیتونه په بېلګو کې راوړي چې ډېر نه یو ور سره مخ شوي، ګڼي د شیدا هر شاه بیت او مشهور شعرونه یې هغه دي چې په هغو کې طبیعي عناصر فوق العاده کاریدلي دي او نوې تجربې یې پرې کړې دي، لکه دا یو څو مشهور او ډېر ویل شوي بیتونه :

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

***

شګفته کړه لکه لمر تندی هر چا ته

چې په تله دې سیاه پوش تمام جهان شي

***

ته به وایې چې غونچه په نمو راغله

پس له خوابه چې غزېږي ګل اندامه

د شیدا د شاعرۍ د همدې اړخ نوره لوستنه پر تاسو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *