د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په ناري سر سېمه کې د ملي پولیسو دوه نوي پوستې د ډاډمن امنیت په موخه ایجاد شوې.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي چې د امنیتي ځواکونه د تشویق په موخه یې یادې ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو په ملتیا سفر درلود د امنیتي ځواکونو له سرښیندنو مننه وکړه او دوی یې د خاورې، ناموس او هیواد اصلي ساتونکي یاد کړل.
فضلي وویل چې د سروضې د ناري سر سېمه د امنیتي تهدید لاندې وه نو په همدې موخه یې په یاده سېمه کې د ولسونو د ښه امنیت په خاطر دوه نوې پوستې ایجاد کړې.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *