د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو ننګرهار والي سره د ليدنې پر مهال د خپلې سيمې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۱۴مه ولايت مقام کې د ښېوې ولسوالۍ مخورو ستونزې واوريدې او په حل کې يې ډاډ ورکړ.
د ښېوې ولسوالۍ مخورو په استازۍ ملک نوراغا ملکزي او يو شمېر نورو د دې ولسوالۍ د ولسونو يو شمېر ستونزې ننګرهار والي سره د حل په موخه شريکې کړې.
نوموړو په ياده ولسوالۍ کې د غاصبينو د کړنو او د اراضۍ ادارې له اجراتو شکایت وکړ او د پېښو د عاملينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.
دوی دغه راز د کاشکوټ د پاتې سړک د قير کيدو چارو د ګړنديتوب غوښتنه يې هم وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښېوې ولسوالۍ مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د يادو ستونزو حل کې به لازم اقدامات تر سره کړي.
ننګرهار والي د ښېوې ولسوال ته لارښوونه وکړه، چې په ياده ولسوالۍ کې د ټولو غير قانوني کړنو مخنيوی او د پېښو د عاملينو پروړاندې جدي اجرات تر سره کړي.
مونږ د نظام ملاتړي يو او د نظام تقويې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو يو
دغه څرګندونې په ننګرهار کې د څلويښتو مدني ټولنو مسئولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ننګرهار والي سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دغه غونډه، چې د زمري په ۱۴مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه په کې د څلويښتو مدني ټولنو مسئولينو او غړو سربيره ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د مدني ټولنو په استازۍ ډاکتر نجيب الله صاحبزاده، استاد محمد انور سلطاني، ملک نور اغا ملکزي، ډاکتر محمد نعيم ولاړ، حاجي ګلميران او يو شمېر نورو د خبرو پر مهال وويل، چې هر هغه څوک چې د نظام پر وړاندې خنډونه او توطيې جوړوي هغه د ولسونو استازي نه؛ بلکې د خلکو د هېواد دښمنان دي.
نوموړو وويل: (( مونږ د نظام ملاتړي يو او د نظام تقويې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو يو او هر هغه څوک، چې د نظام پر وړاندې ايتلافونه او غونډې تر سره کوي د بهرنيو لمسون دی او دوی ته د منلو وړ ندی.))
مدني فعالانو د قانون حاکميت، امنيت تامين اود ښار پاکۍ په اړه جوړې شوې طرحې ننګرهار والي سره شريکې کړې او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.
نوموړو وويل، چې د نظام په خلاف پورته شوي خلک هغه څوک دي، چې په نظام کې په لوړو پوستونو کې دندي لري او د بهرنيو هېوادونو د ګټو او خپلو جيبونو ډکولو په موخه د دولت پر ضد غونډې کوي.
دوی وويل، چې همدا مافيايي کړۍ دي، چې په نا امنۍ، په غیر قانوني مقررۍ او په غصب کې ملوث دي او حکومت چې پر دوی قانون تطبيقوي؛ نو دوی بيا د پرديو په لمسون دا ډول کړنې تر سره کوي، چې دوی د ولسونو استازيتوب نشي کولی او ولسونه يې غندنه کوي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، هر هغه څوک چې د شته نظام ملاتړ کوي او د هېواد په ابادۍ کې د خپل حکومت سره ونډه اخلي دوی د خپل هېواد او نظام سره مينه لري.
نوموړي د يو شمېر مدني فعالانو کړنو څخه خوښي څرګنده کړه، چې ولايتي ادارې سره د ستونزو په حل کې همکاري کوي.
ده له يادو مدني فعالانو څخه مننه وکړه، چې د خپل نظام ملاتړ کوي او د پرديو په لمسون جوړ شوي ائیتلاف مخالف دي.
ده وويل، چې د دې ولايت د امنيت خونديتوب، د قانون حاکميت او د جلال اباد ښار د پاکۍ او نظم برابرولو په موخه یې جدي هڅي کوي.
په پچير اګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په موخه غونډه وشوه
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې د امنيت ټينګښت او ولسي پاڅون په موخه غونډه وکړه.
دغه غونډه، چې د ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه په کې د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله سربيره د دې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مشرانو، علماء کرامو، جهادي قومندانانو، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
قومي مشرانو له ننګرهار والي او ولسوال څخه مننه وکړه، چې تل يې د پچير اګام د ولسونو غږ اوريدلی او د دې سيمې د امنيت او ولسي وګړو ژوند خونديتوب په موخه يې ځانګړي اجرات تر سره کړي دي.
نوموړو وويل، چې دوی د پخوا په څېر چمتو دي، څو له حکومت سره په ټولو قانوني برخو کې همکاري تر سره کړي او د دې ولسوالۍ د امنيت په تامين کې مستقيما برخه واخلي.
دوی زياته کړه، چې پنځه سوه ځوانان يې د پاڅون په موخه چمتو کړي، چې په دغه ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه وسله والو مخالفينوسره وجنګيږي.
قومي مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې د خپلې سيمې د امنيت او وسله والو ځپلو په موخه له دې زيات کسان هم چمتو کولی شي.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله له قومي مشرانو مننه وکړه، چې تل يې له حکومت سره په هره برخه کې همکاري کړې.
نوموړي خوښي وښوده، چې ولسونو په خپله خوښه پنځه سوه تنه پاڅون کوونکي چمتو کړي، څو د خپلې سيمې امنيت په ټينګښت کې امنيتي مسئولينو سره مرسته وکړي.
ده قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره به د امنيت په ټينګښت او وسله والو ځپلو کې هڅې وکړي او هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د دې سيمې امنيت او ولسي وګړو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.
موټر سايکل سپرو وسله والو يو قومي مشر شهيد کړ
د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ زيارت ډاګ سیمه کې نن شاوخو لس بجې دوو نا معلومو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره و د غلام محمد په نوم قومي مشر په ډزو سره شهيد کړ.
د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله نوموړی په خپل پټي کې په کار بوخت و.
د ګوشتې ولسوال په وينا ياد قومي مشر څو ورځې وړاندې وسله والو مخالفينو سره لفظي شخړه کړې وه او اټکل کيږي، چې وسله والو مخالفينو به په شهادت رسولی وي.
پنځوس کلن غلام محمد قومي مشر و او د نيکو ټولنيزو فعاليتونو ترڅنګ يې له خپلو کروندو څخه حلال رزق ترلاسه کولو.
امنيتي مسئولینو د پېښې څيړلو او د مجرمينو نيولو هڅې پيل کړي دي.
اتيا نجونو ته د سواد زده کړې پيل شوی پروګرام پای ته ورسيد
د ننګرهار ولايت ښځو چارو رياست په هڅو اتيا نجونو ته د سواد زده کړې پيل شوی پروګرام پای ته ورسيد او پر فارغو نجونو د خیاطۍ ماشينونه وويشل شول.
د ننګرهار ولايت ښځو چارو رئیسې انيسې عمران وويل، چې د سواد زده کړې دغه پروګرام د ستاره عرفان ادارې په مالي لګښت او پوهنې رياست په همکارۍ د بي بي سيارې په مرکز کې پیل شوی و.
نومړې وويل، چې د نهو مياشتو په موده کې د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو اتيا نجونو ته د ليک لوست او حقوقو برخه کې زده کړې ورکړل شوې.
دې زياته کړه، چې دغه نجونې اوس کولای شي، چې ليکل او لوستل وکړي.
د ښځو چارو رئیسې وويل، چې د دغه پرګرام پر فارغانو د خیاطۍ ماشينونه او اړوند توکي وويشل شول او په پلان کې ده، چې په نږدې کې به ورته د حرفوي زده کړو شپږ مياشتنۍ پروګرام هم پيل شي.
د داعش وسله والو د چاودیدونکو توکو او مهماتو یوه ډیپو ونیول شوه.
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې په تورې بوړې سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې نن سهار د داعش وسله والو د مهماتو او چاودیدونکو توکو یوه ډیپو ونیول شوه .
د ملي اردو ځواکونو د معلوماتو له مخې،په دې ډیپو کې ۱۲ حقلې د پرسونل ضد ماینونه،۴۴ فیوزي ماینونه،۱۱ د بیم یک مرمۍ،لس کیلو د کاربت تیږه،۳ کیلو د فیشنګ باروت او یو شمیر نور توکې او تجهیزات شامل و،چې د یادو ځواکونو لاسته ورغلل .
د دې عملیاتو پر مهال امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د اور لګيدو له امله مالي زيان واوښته
د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند سيمې حلقوي سړک ترڅنګ د تعميراتي لرګيو په يو ټال کې د اور لګيدو له امله اووه سوه زره افغانۍ مالي زيان واوښته.
د اطفايي مديريت د معلوماتو له مخې د اور لګيدو پېښه د لرګيو ټال د مالک بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د اور لګيدو په پېښه کې د اووه سوه زره افغانيو په ارزښت تعميراتي لرګي سوځیدلي او د شاوخوا يو ميليون افغانيو په ارزښت لرګيو ته نجات ورکړل شوی.
د ملي اردو په هوایي پوهنتون کې د شمولیت په موخه د ۱۶۵ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه .
د ننګرهار په ګډون د ختیځو ولایتونو د ۱۶۵ تنو د ۱۲ ، څوارلسم او لیسانس درجې فارغینو څخه د ملي اردو په هوایي پوهنتون کې د شمولیت په موخه ازموینه واخیستل شوه .
یاده ازموینه چې په دوه سوه یو سیلاب قول اردو کې د ملي دفاع وزارت د هوایي پوهنتون مسؤلینو له لورې نن د زمري په ۱۴مه واخیستل شوه،پر مهال یې د یاد قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ازموینې په ترڅ کې به بریالي اویا تنه د هېواد د ملي اردو په هوایي پوهنتون کې د زده کړو په موخه جذب شي .
ننګرهار کې د نا امنۍ د مخنيوي په موخه ۶۰۰ بې اسناده موټرسايکلونه نيول شوي
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د نا امنۍ د مخنيوي په خاطر د بې اسنادو موټرسايکلونو نيولو لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله يې تر ۶۰۰ ډېر موټرسايکلونه نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د زمري په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل چې په جلال اباد ښار او په ټول ولايت کې د نا امنۍ او هدفي وژنو د کنټرول په خاطر درې اوونۍ وړاندې د بې اسناده موټرسايکلونو د نيولو بهير پيل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، د موټرسايکلونو د نيولو دا پرېکړه د ننګرهار ولايت د نظامي شورا په غونډه کې شوې او د موټرسايکلونو تر څنګ د تورو ښيښو سپينولو او بې اسناده موټرو د نيولو لړۍ ورسره هم پيل شوې ده.
مشرقيوال وايي، د ياد کمپاين له پيلېدو تر دې دمه ۶۰۰ موټرسايکل او يو شمېر موټر نيول شوي چې ټول يې د ګرځولو قانوني اسناد نه لري.
هغه زيآته کړه: ((اوس بېرته خلکو اسنادو جوړول پيل کړي او دوه ورځې وړاندې هم يو موټر او لس موټرسايکل چې اسناد يې جوړ کړي وو، بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شو.))
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د معلوماتو له مخې، ټول هغه اشخاص چې د موټرسايکل تر نيول کېدو وروسته خپل موټرسايکلو ته اسناد جوړ کړي، بېرته ورته سپارل کېږي.
په همدې حال کې عام خلک، مدني فعالان او د ولايتي شورا استازي د ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه د امنيتي ځواکونو د دغه اقدام هرکلی کوي؛ خو ټينګار کوي چې دې چارې ته دوام ورکړي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي احمد ګل پژواک ته وويل چې موټرسايکل سپرو غلو ترې يو ځل مبايل تښتولی او دغه راز يې هغه پېښه هم ليدلې چې په انګور باغ سيمه کې موټرسايکل سپرو وسله والو يو ډاکټر پر ډزو وژلی او خپله تښتېدلي وو.
هغه زياته کړه: ((نو يادو پېښو ته په کتو دا ډېر ښه کار دی، هم به د غلا مخه ونيول شي او هم به د قتلونو، خو خبره دا ده چې دغه کارونه دوی هر وخت کوي او بيا تر يو څه وخت وروسته بېرته بندېږي.))
د مدني ټولنو يوه استازي او په ننګرهار کې د مدني ټولنو د مجمع شورا مشر ډاکتر نعمت الله همدرد پژواک ته وويل چې ياده کړنه د جلال اباد ښار د امنيت د تامين لپاره ډېره ګټوره ثابته شوې ده.
همدرد دا هم وويل چې څو اوونۍ وړاندې هره ورځ د موټرسايکل سپرو غلو او وسله والو له لوري پېښې رامنځته کېدې چې اوس تر ډېره دغه موارد کم شوي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا استازی اسرارالله مراد د امنيتي ادارو د دغه ګام ستاينه کوي خو ټينګار يې دا دی چې بايد پيل شوی کمپاين د اخري بې سنده موټرسايکل تر موجوديته دوام وکړي.
دی وايي چې ولايتي شورا له ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو سره همکاره ده او هر هغه څوک چې د دغه کمپاين پر وړاندې خنډ جوړوي، دوی به يې مخنيوی وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي چې دغه ځل کمپاين د يو ګډ کمېسيون لخوا مخې ته ځي او هېڅ کومه ستونزه به رامنځته نه شي.
هغه وويل، د وروستي موټرسايکل تر موجوديته به کمپاين دوام ولري او له هغې وروسته به بيا په هرې تلاشۍ پوسته کې د دغه کار څارنه کېږي.
دی وايي چې د نا امنۍ د مخنيوي په خاطر د موټرسايکلونو د مخنيوي تر څنګ امنيتي پوستو او چک پاينټونو کې هم پوره تغيير راغلی او د ټولو نا قانونيو مخنيوی کوي.
د والي وياند دا هم وويل: ((مو د دې تر څنګ وخت نا وخت د ښار په مختلفو سيمو کې سيار چيک پاينټونه هم جوړوو، چې ډېرې ښې لاسته راوړنې لري؛ ځکه له قانونه سرغړوونکي نه پوهېږي چې څه وخت او چېرته چيک پاينټ جوړېږي.))
ASALAM AW EKHTERAM TO DEAR MANGAL SAHIB;
PEOPLES SHOULD KNOW; IN THE PRESIDENCY OF KARZI SAHIB MILLIONS DOLLERS COME IN TO AFGHANISTAN/AND MAXIMUM AMOUNT OF THAT WENT TO WARLOARDS/DRUG DEALERS AND OTHER CORRUPTIONIST,POCKETS.
NOW HONOR ASHRAFGHANI CUT THAT HANDS FROM CORRUPTION,
AND ANY PROJECT DIRECTLY WATCHING/
FOR THIS REASSON NOW SOME WARLOARDS MADE MEETING ANTI GOVERNMENT AND WITH DIFFERENT WAY DOING SABOTAGE.PEOPLES MUST SUPPORT THIS GOVERNMENT,BECAUSE GOVERNMENT WORKING FOR THEM/THANKYOU FROM TAAND