تحليل، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز شپږمياشتنۍ علمي او څېړنيزه مجله ده، چې پر بېلابېلو ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوع‌ګانو څېړنې خپروي.

د تحليل ژورنال دا ګڼه، چې تازه له چاپه راوتلې ده، د هېواد د سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت او په دغو برخو کې شته فرصتونو او ننګونو په تړاو څېړنيزې ليکنې لري، چې په ټوليز ډول په دغو برخو کې له شته ستونزو او ننګونو څخه د وتلو پر لارو چارو بحث کوي.

په دې ګڼه کې پر سريزه سربېره لاندې ليکنې راغلې دي:

  • د ټاپي ګازو نل‌ليکې پر وړاندې شته ننګونې او فرصتونه (۱۹۹۰-۲۰۱۶)
  • نزدیکی روسیه و ایران با طالبان؛ پیشینه و پیامدها
  • افغانستان-پاکستان ترانزيټي سوداګري (مخينه، حقونه او شته ستونزې)
  • توندلاري او منځلاري په يوه ژوند شموله جزر او مد کې
  • تفکر در مورد نجات کشور
  • د ملي ثبات او پرمختيا لپاره په دولتي پاليسۍ کې د بدلون اړتيا
  • د کتاب معرفي: «افغانستان په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې»
  • انګليسي مقالې او د لنډيزونو انګليسي ژباړه

د يادونې وړ ده، چې د انګلیسي برخې په لومړۍ مقاله کې د افغانستان-پاکستان-چین ترمنځ د ګډې همکارۍ موضوع څېړل شوې او د عملي همکارۍ لپاره د همکارۍ ډګرونه په نښه شوي او ترڅنګ يې د درې‌اړخیزې همکارۍ د زیاتولو په اړه سپارښتنې هم شوې دي.

دویمه انګليسي مقاله په افغانستان کې د سولې بهير د بريا پر لارو چارو بحث کوي او په دريمه انګليسي مقاله کې بيا د طالبانو او داعش ډلې پر راتلونکي تحلیل شوی دی.

موږ هيله لرو چې د ژورنال دا ګڼه د هېواد په اوسني خراب وضعيت کې د ستونزو د هواري او حل‌لارو په موندلو کې مرستندویه واقع شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *