تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن بشپړ باور لري.
د نیوز مکس د راپور له مخې، مک ماسټر په یوه مرکه کې، چې د شنبې په ورځ خپره شوه، وویل«زه دی (نیکلسن) له ډېرو کلونو راهیسې پېژنم. تصور نه کوم چې تر ده دې بل په کوم بل ماموریت کې تکړه قوماندان وي.»
مک ماستر همداراز وویل چې جنرال نیکلسن هم له هغو راپورونو سره سره چې وايي د ولسمشر ټرمپ او د نوموړي د جنرالانو ترمنځ ژور اختلاف دی، پر ولسشر ټرمپ او دفاع وزیر جېمزماتیس اعتماد لري.
د مک ماسټر مرکه تر هغه راپور وړاندې ثبت شوې چې پر اساس یې ویل شوي و چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د جنرال نیکلسن پر وړتیا بې باوري ښکاره کړه او خپلو سلاکارانو ته یې وویل چې نوموړی ګوښه کوي.
د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ د مک ماسټر فاع وکړه، ویې ویل چې دواړه په ګډه کار کوي.
ښاغلي مک ماستر په دې مرکه کې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان پر رول هم څرګندونې کړي چې په جلا راپور کې خپرېږي.