سرپل ولایت

تاند- د سرپل والي او نور چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې په لسګونو ملکیان وژلي دي.

دا سیمه، چې د سرپل ولایت له مرکز سرپل ښار څخه ۲۰ کیلو متره لېرې ده، پرون /شنبه/ د طالبانو لاس ته ورغله.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې طالبانو په میرزا اولنګ سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ تنه وژلي دي.

طالبانو د یو شمېر کسانو وژنه تاییدوي خووايي ملکیان نه دي.

خو د سرپل والي ښاغلی وحدت ټینګار کوي چې وژل شوي کسان عام خلک دي او حتي د هغوی په منځ کې ماشومان هم شامل دي.

ده د طالبانو لاس ته د میرزا اولنګ سیمې پر لوېدو هم اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې دا سیمه د صیاد ولسوالي او څو نورو سیمو امنیتي دروازه ګڼل کېږي.

د سرپل والي وايي چې د طالبانو له حملې وروسته د میرزااولنګ د سیمې اکثره اوسېدونکي نورو سیمو په تېره بیا صیاد ولسوالي او سرپل ښار ته تښتېدلي دي.

له سیمې څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د میرزااولنګ په سلوکې ۷۰ اوسېدونکي تښتېدلي او ډېری د تېښتې په مهال طالبانو ویشتي دي.

طالبانو په دې سیمه کې د ملکیانو وژل رد کړي خو وايي چې د دې سیمې د نیولو په مهال دوی د ولسي پاڅون ۲۸ غړي وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *