ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه د پوره چمتووالې سپارښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د امنیت شورا په غونډه کې امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې په موخه جدي امنیتي تدابیر ونیسي .
یاده غونډه چې د ولایت په مقام کې د زمري په ۱۵مه جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار ولایت د امنیتي مسؤلینو سربېره د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري او د شیرزادو ولسوال ملک حسن کمالزي هم شتون درلود.
د دې غونډې په ترڅ کې د لایحې مطابق پخپلو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پر ګمارنې، پچیراګام او هسکه مینه ولسوالۍ کې د پاڅوون کوونکو پر ګمارنې او یو شمیر نورو موضوعاتو اړوند بحثونه او پرېکړې وشوې .
همدا راز په یاده غونډه کې اچین ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه استول شوي پلاوي راپور هم د وروستیو کړنو په موخه شریک شو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال په جلال اباد ښار کې د امنیتي کمیسون د فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه،ترڅو د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه له اوسه د امنیتي تدابیرو د نیولو چارې پیل کړي.
نوموړي همدا راز په یو شمیر ولسوالیو کې د لا زیات امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښتنه هم وکړه .
ننګرهار والي د جلال اباد ښار د پاکۍ او تنظيم جدي لارښوونه وکړه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۱۴مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د جلال اباد ښار د پاکۍ او تنظيم کميسون غړو سره په ناسته کې د ښار د پاکۍ او تنظيم جدي لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښار پاکۍ او تنظيم کميسون غړو ته لارښوونه وکړه، چې د بې پليټه موټرو او موټر سايکلونو او تورو ښېښو لرونکو موټرونو پر چلونکو جدي قانون تطبيق کړي.
نوموړي ياد کمیسون ته لارښوونه وکړه، چې د مخابراتو، ملنګ جان واټ، تالاشۍ چوک او د سره رود څلور لارې چوکونو کې د ټولو سرغړونکو پر وړاندې په جديت سره اجرات تر سره کړي.
ده وويل، په ځانګړي ډول د هغو موټر چلونکو پر وړاندې جدي اقدام تر سره کړئ، چې په يادو چوکونو کې په غير قانوني ډول تم ځايونه جوړ کړي او سوارلۍ پورته کوي.
ننګرهار والي د جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلواکۍ ۹۸ يمې کليزې د ښې نمانځنې په موخه د جلال اباد ښار هټيوال خپل دوکانونه او دروازې رنګ او په ملي بيرغونو ښکلي کړي.
نوموړي همدا راز د غازي امان الله خان مزار او امير شهيد بڼ د تنوير او ښکلا په موخه ځانګړي فعاليتونه تر سره سپارښتنه وکړه.
د ترافيکو مدير د تير مجلس د پريکړو لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل.
د ترافيکو مدير د خپلواجراتو راپور شريک کړ او زياته يې کړه ، چې ۳۸۰ موټر سايکلې تر دې دمه نيولي، ۴۲۰ موټر سايکلونو ته يې جوازسير او پليټ توزيع کړی او ۷۴ موټر سايکلونو، چې جواز سير او پليټ يې د ترافيکو مديريت څخه ترلاسه کړی بیرته خوشي شوي.
د نظامي کميسون مشر وويل، چې ۵۷ عرادې بې پليټه موټر يې نيولي او د نورو نيولو پلټنې روانې دي.
د جلال اباد سرپرست ښاروال وويل، چې د کراچيو د ځای پر ځای کيدولو له امله ښاروالۍ يو ميليون او څلور سوه زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې په ښار کې يې ۱۲ سوه تختونه ځای پر ځای کړي، چې له هر تخت مسئول څخه له ۵ سوه نيولې تر ۱۰۰۰ افغانيو پورې کرایه راټولوي.
نوموړي وويل، چې له ښار څخه مو ۸۴ سيارې کراچۍ نيولي او په ډرونټه کې يې درولي دي.
پريکړه وشوه، چې په روانه اوونۍ کې د مخابراتو، ملنګ جان، تالاشۍ او د سره رود څلور لاري او لغمان هډې کې غير قانوني تم ځايونو مخنيوی وکړي.
دغه راز د تالاشۍ چوک ته ځانګړی هيئت وټاکل شو، چې په کې ښاروالۍ، ترافيک، امنې قومندانۍ او ترانسپورت ادارو مسئولين شامل دي.
هيئت دنده لري، چې ياده سيمه له نږدې بررسي او راپور يې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
((د رایې ورکونې ۲۱ میلیونه کارتونه لغوه او د بايوميتريک په وسیله به خلک د خپلو نوماندانو لپاره رایې وکاروي.))
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وایي راتلوونکو ټاکنو کې به په شرایطو برابر کسان د بیومټریک په وسیله د خپلې خوښې نوماند ته رایې وکاروي او د پرېکړې له مخې د رایې ورکونې پخواني ۲۱ میلیونه کارتونه هیڅ ډول اعتبار نلري .
د ټاکنو خپلواک کمیسون کمیشنر رفیع الله بیدار یادې څرګندونې د زمري په ۱۵مه د ننګرهار ولایت مقام کې د دې ولایت والي،۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان،ولایتي شورا رهبرۍ هیئت غړو،د دې ولایت ټولټاکنو خپلواک کمیسون ادارې مشر،یونما ادارې استازو، امنیتي مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو سره د ناستې پر مهال وکړې.
د ټاکنو خپلواک کميسون کميشنر ډاکتر رفيع الله بيدار د ټاکنو ملي پروسې د لومړنيو تدابيرو او د انتخاباتو مرکزونو په اړه د معلوماتو د شریکولو سربېره په ۱۳۹۷هـ کال کې د چنګاښ په ۱۶مه نیټه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د لومړنیو اقداماتو د پیل کېدو څخه خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه،په پخوانيو ټاکنیزو دورو کې ۲۱ ميليونه کسانو ته د رايې اچونې کارتونه ویشل شوي وو،خو په راتلونکو ټاکنو کې ياد کارتونه لغوه کيږي او پر ځای يې د بايوميتريک په واسطه ټاکنې تر سره کيږي.
هغه وويل، چې هڅه کوو، څو په عادلانه ډول مرکزونه او محلونه د ولايتي ادارې سره په همغږۍ معلوم کړو.
ډاکتر رفيع الله وويل: (( په تيرو ټولټاکنو کې په ننګرهار کې ۳۹۷ مرکزونه او ۱۲۰۷ محلونه درلودل؛ خو اوس هڅه کوو، چې محلونه عادلانه رامنځته کړو او په شرايطو برابر خلک لومړي ځل لپاره د فهرست له مخې بايوميتریک کړو، ترڅو په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي.))
بيدار د ننګرهار ولايتي ادارې او امنيتي مسئولینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د ټولټاکنو ملي پروسې د ښه ترسراوي په موخه همکاري وکړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټاکنو ملي پروسې د تر سره کولو په موخه خپل بشپړ ملاتړ وښود او له کمينشر څخه يې وغوښتل،ترڅو په دې ولايت کې د ټولټاکنو مرکزونو او محلونو نفوس ته په کتو زيات کړي.
د امنيتي مسئولينو په استازۍ د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري د ټاکنو خپلواک کميسون مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې امنيتي مسئولين به د ټاکنو ملي پروسې د ښه ترسراوي په موخه ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته کړي.
د ولايتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او منشي ذبيح الله زمري د تيرو انتخاباتو نيمګړتياوې د کميشنرۍ مسئولينو سره شريکې کړې او غوښتنه یې وکړه،چې د زور واکو په سیمه کې دې د رایې ورکونې محلونه نه جوړیږي .
دوی غوښتنه وکړه، ترڅو د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې دې د عدالت له مخې مرکزونه او محلونه جوړ او په حوزو دې له سره غور وشي.
د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د نمانځنې د چمتوالې په موخه د جوړو شوو کمیټو غونډه ترسره شوه .
د ننګرهار ولایت مقام د دفتر رئیس احمدضیاعبدالزي په مشرۍ د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د ښې نمانځنې د چمتووالې په موخه د جوړو شوو کمېټو د ترسره شوو فعالیتونو او نورو مسؤلیتونو د ور سپارلو په موخه غونډه وشوه .
یاده غونډه، چې ولایت مقام کې د زمري په ۱۴مه جوړه شوې وه،په کې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو،چې مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال د ور سپارل شوو مسؤلیتونو او تر دا مهاله د خپلو چمتوالي په اړه رپوټ شریک او د راتلوونکو کړنو په اړه یې ډاډ ورکړ.
د ولایت مقام د دفتر رئیس احمدضیا عبدالزي وویل، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سپارښتنه کړې،ترڅو د نورو کالونو په پرتله سږ کال د خپلواکۍ ۹۸یمه کلیزه په ښه او نوښتونو سره ونمانځل شي .
نوموړي زیاته کړه،په پلان کې ده،چې د سږ کال په ترڅ کې علمي،تفریحي،سپورټي،نظامي او ګڼ شمیر نورو برخو په جوړولو سره د خپلواکۍ ۹۸یمه کلیزه ونمانځل شي.
هغه د ولایت مقام په استازۍ تر دا مهاله د مسؤلینو له لورې د ترسره شوو فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او په ګڼ شمیر نورو برخو کې ورته له اوسه د چمتوالې او اقداماتو سپارښتنه وکړه.
د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال په ګډون ۱۰ غړو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو په مخامخ جګړه کې د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال په ګډون لس غړو ته يې مرګ ژوبله واوښته.
د معلوماتو له مخې تيره شپه وسله والو طالبانو د مومندرې ولسوالۍ پر قرارګاه او د ۲۸ ويالې پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل، چې د پولیسو سخت غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی د تش په نوم ولسوال عبدالعزيز په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
په وژل شويو او ټپیانو کې بهرنيان هم شامل دي او د يو وسله وال طالب جسد په سيمه کې پاتې شوي دی.
په دغه جګړه کې پولیسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
په دريو ترافيکي پېښو کې يو تن شهيد او اووه نور ټپيان شول
د ننګرهار ولایت خوږياڼو، سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې په دريو جلا ترافيکي پېښو کې يو تن شهيد او اووه نور ټپیان شول.
د خوږياڼو ولسوالۍ پاچايانو کلي سيمه کې تيره ورځ شاوخوا درې نيمې بجې د يوې سراچه ډوله موټر اوښتو په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون شپږ تنه ټپیان شول.
بل لور ته د سره رود ولسوالۍ دو سرکې سيمه کې تيره ورځ شاوخوا لس بجې د سراچه ډوله موټر او زرنج موټر سايکل د جنګيدو له امله په يوې ريکشا کې ۲۲ کلن هلک په شهادت رسیدلی.
له دغه پېښې وروسته د سراچې او زرنج موټر سايکل چلوونکي له سيمې تښتيدلي او وسايط يې نيول شوي دي.
دغه راز د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې يو ټوډي موټر پنځه کلن ماشوم وهلی او ټپی کړی يې دی.
د دې پېښې موټر ترافيکو مديريت کې درول شوی او موټر چلوونکی د قانوني اجراتو په موخه امنې قومندانۍ ته ليږدول شوی دی.
د يادو ترافيکي پېښو ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ليږدول شويدي.
يو تن خپل ورور د چاقو په ګذارونو شهيد کړ
د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ دار کلي کې تيره شپه شاوخوا اووه نيمې بجې د واحد په نوم تن خپل ورور صابر د چاقو په ګذارونو سره شهيد کړی دی.
د معلوماتو له مخې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سپرې سیمه کې تير ورځ داعش وسله والو د عرفان په نوم يو ۲۲ کلن هلک له دې امله وژلی، چې ګواکې ورور او وراره يې د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت کوي.
امنيتي مسئولينو په سيمه کې د دواړو پېښو د څيړلو او مجرمينو د نيولو هڅې روانې کړي دي.