تاند- په کابل کې له وروستیو خونړیو انتحاري حملووروسته، چې په سلګونو کسان پکې ووژل شول، افغان چارواکو د پلازمېنې د دیپلوماتیکې سیمې امنیت سخت کړی دی.

دوې میاشتې پخوا د مې په ۳۱ مه د کابل په زنبق څلور لاره کې د ټانکر په وسیله انتحاري حملې ۱۵۰ تنه ووژل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد سالم احساس رویټرز خبري اژانس ته وویل«په دې امنیتي پلان کې، موږ دیپلوماتیکې سیمې ته لومړیتوب ورکړی دی. تر ټولو ډېر تهدید په دې سیمه کې دی نو پکار ده چې په دې سیمه کې امنیت ښه ټینګ کړو.»

ښاغلي احساس دا خبره رویټر خبري اژانس ته په داسي وخت وکړه چې ورسره په یووخت د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن اعلان وکړ چې پرون /شنبه/ یې په پلازمېنه کابل کې یو ټرک کشف کړ چې ۱۶ نیم ټنه چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.

د کابل په دارلامان واټ کې دوې انتحاري حملې

د ملي امنیت ریاست وايي چې دا چاودېدونکي مواد د چرګانو په خوراکي موادو کې پټ کړای شوي ول.

په کابل کې د عراق د بغداد په شان زرغون یا خوندي زون نشته خو داسې ښکاري چې افغان امنیتي چارواکي په کابل کې د بغداد د زرغون زون په شان د ساحې د رامنځته کولو په لټه کې دي.

له همدې کبله کابل د ملکیانو د ژوند لپاره د افغانستان تر نورو ښارونو خطرناک دی.

د ملګروملتو له شمېرنو سره سم د سږکال په لومړیو ۶ میاشتوکې ۲۰۹ ملکي افغانان په پلازمېنه کې وژل شوي او ۷۷۷ نور ژوبل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د امنیتي اورګانونو د اقداماتو پر اساس ۲۷ دایمي پوستې د ښار په ۴۲ سړکونو کې، چې دیپلوماتیکې ساحې ته غځېدلي دي، جوړې شي. همداراز پر دغو سړکونو د چاودېدونکو موادو موندونکي سیار ماشینونه یا سکنرونه نصب شي. له روزل شویو سپو او کمرو به هم کار واخیستل شي.

۹ نور سړکونه به په معمول ډول بند وي او پاتې ۶ به د تل لپاره د موټرو پر مخ تړلي وي.

په پوستوکې به د هغو لارو تلاشي اخیستل کېږي چې له هوايي ډګر او لویو لارو خوندي ساحې ته داخلېږي او ۱۲۰۰ پولیس به په دې سیمه کې ځای پر ځای وي. د هغوی په منځ کې به یو شمېر يې په ځانګړو موټرسایکلونو ګزمه کوي.

دا تدابیر به په تدریجي ډول په شپږو میاشتوکې بشپړ شي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي و چې د کابل د امنیت لپاره جدي اوکلک اقدامات په پام کې نیول شوي چې په ۶ میاشتوکې عملي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *