«د قاتلانو ايتلاف: پخواني جګړه ماران د افغانستان د ژغورنې ژمنه کوي.»
دا له مزارشریف څخه د مکس بیراک په قلم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تبصرې سرلیک دی چې نن /یکشنبه/ یې خپر کړې ده.
په دې لیکنه کې راغلي: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې دی په نړۍ کې تر ټولوسخته دنده په غاړه لري. د ښاغلي غني په دې خبره کې هیڅوک شک نه لري. خو د هغو ستونزو په منځ کې چې دی ورسره مخامخ دی ښايي حیرانوونکې وي چې تر ټولولویه ستونزه د ده مرستیال دی چې ده پخپله غوره کړی دی.
واشنګټن پوسټ لیکي، یووار بیا د عبدالرشید دوستم نوم له تجاوز او بې رحمۍ سره مترادف شوی دی. دغه پخواني نلدوان، پهلوان او د تېلو د تصفیې کارګر په کلونو د افغانستان د شمال د ازبکانو مشري کړې ده؛ لومړی د یوه بې رحمه او ظالم ملېشه قوماندان په توګه، او اوس د یوه سیاستوال په حیث.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پټو اسنادو کې، چې ویکي لیکس افشا کړل، یوځای دوستم مستبد جنګسالار بلل شوی او غني پخپله نوموړی قاتل ګڼلی و.
لیکوال د دوستم، او عطا د پلویانو د انتقادونو یادونه کړې او د هغوی له قوله یې لیکلي چې غني واک په انحصار کې اخیستی دی.
دوی د دوستم پر ضد دوسیه د نوموړي د بلک مېل کولو لپاره دسیسه بللې او غوښتنه یې کړې چې د دوستم دوسیه دې فسخه شي او اجازه دې ورکړی شي چې هیواد ته راستون شي.
لیکوال په مزارشریف کې د یو شمېر خلکو له قوله ویلي چې عطا، محقق او دوستم وروسته له دې د حکومت پر ضد وپارېدل او ايتلاف یې جوړ کړ چې د هغوی شخصي شرکتونه او ګټې له خطر سره مخامخ شوې.
داکتر محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر فکر وکړ چې دوستم به توبه ویستلي وي او کله یې چې له هېوادوالو معذرت وغوښت ، نور به د مظلومو هېوادوالو وژلو ته د پاي ټکی کېږدی . اما
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
ګرچه با اشرف غنی معاون شود.
هغه ته دفتر خوند ورنکړ اوبیا د غرو او وژلو خواته لاړ. ظالم حیوان د مرګ ترورځې خپل عادت نه ورکوي.
سلام
نن سباد نړۍ وضعیت په سیاسی لحا ظ یوې داسې مرحلې ته رار سېدلی چې دواشنګتن پوست وررځپاڼه په یوه نلدوان پهلوان ګلیم جم او بیسواده انسانن وژونکیباندی خبرې لری دلته په اخلاقی توګه
دری نه پټې دونکی شر موونه رابرسیر لومړی ضرم د معاون په توګه ټاکل
دوم شرم دبداخلاقی رښتیا او که دروغ
دریم د ایتلاف په نوم بغاوت کې را څرګندیدلو شرم
شرمنده خبره داده چی د واشنګتن ورځپاڼه ولې په دی ځناور خبرې کوی
نړۍ ډیره کوچنۍ شوې دهع