نظر محمد مطمین

د سیاسي چارو شنونکی نظر محمد مطمین چې څه موده وړاندې په کابل کې لا درکه شو، د ملي امنیت د کارکوونکيو له‌خوا نیول شوی دی.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکي فیض محمد ځلاند وايي، نظر محمد مطمین د ملي امنیت له‌خوا نیول شوی دی.

هغه زیاته کړې؛ د نظر محمد مطمین د خلاصون په اړه یې د هېواد له مخکېني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او هغه ډاډ ورکړی چې ژر به مطمين د امنيت له تياره خونو راوباسي.

ځلاند وايي؛

“د ملي امنیت په نامه ځینې ورځ‌چارو، ځان‌خوښيو، کېنه ګرو ماشومانو دا کار کړی چې د ملي امنیت ریاست به یې ډېر ژر تر قضایي څار لاندې ونیسي. “

نظر محمد مطمین په رسنیو کې تر ډېره له طالبانو سره د سولې په کولو ټينګار کاوه او همدا ډول د حکومت ضد نظریې پلوی و.

د مطمين د کورنۍ يوه غړي چې د امنيتي ستونزو له امله يې نوم نه اخيست، سرخط ته وويل چې مطمين تر شکنجو لاندې دی.

دغه کس وويل، مطمين توپک نه ګرځاوه، څوک يې نه وژل، د اساسي قانون امرونه يې منل، يوازې د وخت د حکومت د نظريې مخالف و، په همدې ګناه تښتول شوی او شکنجې ورکول کېږي.

3 thoughts on “مطمین ملي امنیت له لوري نیول شوی”
  1. پدرام افغانستان نه منی، تاریخی ملی مشران یی ښکنځی، کرۍ ورځ قومی نفاق ته پکی وهی، کوڅه ډبی بلواګر ارګ ته شکیری، عطا و مسعود و نور لنډغر هم په حکومت کی او هم پری وسلوال مارش کوی، ټول افغانستان ګواښی، تجزیه یی ته یی کار کوی، خو ملی امنیت یی غ ی ڼ ته هم نه شی کتلی او مطمین چی نه یی حکومتی څوکی شته نه وسلوال لنډغر لری نه یی په ارګ مارش کړی بندی کیږی او شکنجه کیږی. که د افغانستان ملی امنیت خبره وی خو دا نور باید تر مطمین مخکی تعقیب او محاکمه شی. له دی مالومیږی چی ملی امنیت اداره ملی نه ده، د لنډغرو+ پرچمیانو په قواله کی ده

  2. ډېر ښه کار شوی. هغه د آی اس ای جاوسوس ؤ. هغه ته د بهرنیانو پيسې ورکولې.
    هغه د قاتلینو ډولچي وو
    هغه باید د وخته بندی شوی او په سزا رسول شوی وای

  3. نظر محمد مظمئن ځان ته نظریات او ممکن وظیفه لرله خو زه حیران فیض ځلاند ته یم. چې دی څنګه داسې د طالبانو پلوی شو. خو یوه خبره ورته په اطمینان کوم او هغه داچې طالب هیڅکله هم دده غوندی ږیرخریلی پوهنتونی نه مني دا کار یی پخوا هم نه کړی او وروسته به یی هم و نه کړی. طالب متاسفانه د پاکستان د سیاست اله ده ، نه یو افغاني سازمان. بینظیر بهټو دوه ځله بی بی سی ته وویل چې طالبان ما یوازی نه دی جوړ کړی ستاسی حکومت او امریکائیان هم په کې دخیل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *