تاند- په داسې حال کې چې افغان چارواکي د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې د لسګونو ملکیانو په وژلو کې طالبان او داعشیان پخپل منځ کې په همکارۍ تورنوي، طالبان دا ادعا ردوي.
وسله وال طالبانو نن /دوشنبه/ وویل، د سرپل د میرزااولنګ د سیمې په نیولو او د یو شمېر کسانو، چې دا ډله یې سیمه ییز پاڅون کوونکي بولي، په وژلو کې داعش له دوی سره همکاري نه ده کړې.
د سرپل د والي ویندوی نن یو وار بیا وویل چې د میرزااولنګ د سیمې په نیولو او د شاوخوا ۵۰ تنو ملکي کلیوالو په وژلو کې طالبانو او داعشیانو په خپل منځ کې لاسونه یو کړي وو.
د سرپل د ولایتي شورا د رييس ویندوی ذبیح الله اماني هم وايي چې د میرزااولنګ د سیمې په نیولو کې طالبانو او داعش له یو بل سره همکاري کړې ده.
دی وايي چې دواړو سختدریځو ډلو د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۵۰ تنه شیعه ګان په ډله ییز ډول وژلي دي.
اماني زیاتوي چې د ځینو کسانو سرونه پرې شوي دي.
ده په حمله کې د ۱۰ تنو طالبانو او داعشیانو د وژل کېدو او د ۱۲ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې امنیتي ځواکونو د دې سیمې د بېرته نیولو لپاره پلان جوړ کړی دی.
ملګروملتو ویلي چې د میرزااولنګ د سیمې د قتلونو په اړه تحقیقات کوي.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا خبره ردوي چې داعش له طالبانو سره په حمله کې همکاري کړې ده.
ده داعش دښمنه ډله وبلله او ویې ویل چې د حملې په سیمه کې داعش فعالیت نه لري.
دا سیمه، چې د سرپل ولایت له مرکز سرپل ښار څخه ۲۰ کیلو متره لېرې ده، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ /اګست ۵/ د طالبانو لاس ته ورغله.