د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو په موخه لومړني فعالیتونه پيل کړل.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وایي راتلوونکو ټاکنو کې به په شرایطو برابر کسان د ټولټاکنو د پخوانيو کارتونو ترڅنګ د نوي فهرست له مخې بايوميتريک په وسیله د خپلې خوښې نوماند ته رایې وکاروي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون کمیشنر رفیع الله بیدار یادې څرګندونې د زمري په ۱۶مه د ننګرهار ولایت مقام کې د دې ولایت والي، ولایتي شورا غړي عبيد الله شینواری،د دې ولایت ټولټاکنو خپلواک کمیسون ادارې مشر،یونما ادارې استازو، امنیتي مسؤلینو، عامې روغتيا، پوهنې، ښځو چارو، بشر حقونو ادارو رئیسانو او استازو او ګڼ شمیر نورو سره د ناستې پر مهال وکړې.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسئولين ژمن دي، چې د پارلماني او ولسواليو د شورا ګانو د ټاکنو ملي پروسې د ښه ترسراوي په موخه ټول سهولتونه برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ټولټاکنو خپلواک کمیسون پلاوي په ننګرهار کې د انتخاباتو مرکزونو او محلونو د توازن، اصلاح، عدالت او د نويو مرکزونو ايجادولو په موخه فعاليت پيل کړ، چې د دې ولايت امنيتي ځواکونه به د ټولټاکنو کمیسون د کار کوونکو امنيت لپاره جدي کار وکړي.
د هغه په وینا، د نورو ادارو ترڅنګ د ټولټاکنو کميسون او د عامې روغتيا، پوهنې، حج اوقافو، ښځو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ تفاهم ليک امضاء شوی، چې په دې ولایت کې به يادې ادارې په ټول توان سره د ټولټاکنو خپلواک کمیسون سره په همغږۍ او همکارۍ چارې ترسره کړي .
والي ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار ولايتي اداره به هيڅ دولتي کاروونکي،زورواکې او نورو ته اجازه ور نه کړي، چې د ټولټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي او د شفافه ټاکنو لپاره به په ټول توان سره سهولتونه برابر کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسون کميشنر ډاکتر رفيع الله بيدار د ټاکنو ملي پروسې د لومړنيو تدابيرو او د انتخاباتو مرکزونو په اړه د معلوماتو د شریکولو سربېره په ۱۳۹۷کال کې د چنګاښ په ۱۶مه نیټه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د لومړنیو اقداماتو د پیل کېدو څخه خبر ورکړ.
نوموړي وويل، چې هڅه کوو، څو په عادلانه ډول مرکزونه او محلونه د ولايتي ادارې سره په همغږۍ معلوم کړو.
ډاکتر رفيع الله وويل: (( په تيرو ټولټاکنو کې په ننګرهار کې ۳۹۷ مرکزونه او ۱۲۰۷ محلونه درلودل؛ خو اوس هڅه کوو، چې محلونه عادلانه رامنځته کړو او په شرايطو برابر خلک لومړي ځل لپاره د فهرست له مخې بايوميتریک کړو، ترڅو په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي.))
بيدار د ننګرهار ولايتي ادارې او امنيتي مسئولینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د ټولټاکنو ملي پروسې د ښه ترسراوي په موخه همکاري وکړي.
په ننګرهار کې د ټولټاکنو خپلواک کميسون مشر ذبیح الله وګړي وويل، چې نن يې رسما نفوس او جغرافيوي موقيعت ته په کتو سره د ټولټاکنو د ښه تر سراوي په موخه کار پيل کړ.
نوموړي وويل، چې هڅه مو دا ده څو د ديموکراسۍ له مخې په شفافه ډول د نوي ټيکنالوژۍ په مرسته ټولټاکنې تر سره کړو، څو په شرایطو برابر کسان په ټاکنو کې ونډه واخلي.
ده زياته کړه، چې د تيرو ټاکنو ستونزو ته په کتو داځل د شفافيت په موخه د پخوانيو مرکزونو ارزول، د نويو مرکزونو ايجادول، د عدالت تامينول او په ټاکنو کې خلکو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې اجرات تر سره شوي دي.
هغه وويل، چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون پریکړه کړې، چې په سږنيو ټاکنو کې به هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې دغه ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي.
ذبيح الله وګړي وويل، چې د اوسنۍ پروسې ځانګړتيا په دې کې ده هر هغه څوک، چې په ټاکنو کې د رايې اچونې په شرایطو برابر وي په ياد محل کې به لومړی فهرست او د بايوميتريک له مخې يې مرکز او محل معلوميږي، چې بل هيڅ ځای کې رايه نه شي ورکولی.
د عامې روغتيا د طبي علومو انيستيتوت کې د جذب په موخه له پنځه زره شپږ سوه تنو څخه ازموينه پيل شوه.
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ادارې له لورې د زمري په ۱۶مه د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې په طبي علومو انسټیټوټ کې د جذب په موخه د ۵ زره شپږ سوه تنو څخه ازموینه اخیستل پیل شول،چې د دوو ورځو په موده کې به پای ته ورسیږي .
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وایي،یادې ازموینه کې د پنځه سوو میرمنو په ګډون پنځه زره شپږ سوه تنو ګډون کړی،چې درې سوه تنه به د دې ولایت د طبي علومو انسټیټوټ په شپږو څآنګو کې جذب شي .
هغه زیاته کړه،په یادو څانګو کې د نرسنګ، فيوزوټراپي، د غاښونو، طبي ټيکنالوجي، لابر اتورا او فارميسي څانګې شامل دي،چې د اتیا میرمنو په ګډون به درې سوه تنه جذب شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د نجونو لپاره یواځې دوه څانګې چې په کې نرسنګ او د غاښونو څانګه شامله ده،ټاکلی شي .
هغه وويل: (( ازموينه شفافه ده د لياقت ترڅنګ د لرو پرتو سيمو ګډونوالو ته لومړيتوب ورکول کيږي، څو په خپلو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات تر سره کړي.))
په همدې حال کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او ورسره يو شمېر مسئولينو د طبي علومو انیستيتوت ازموينې څخه څارنه وکړه.
نوموړي د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د وړتیاوو له مخې به د لوړو نمرو لرونکي کسان یادو شپږو څانګو ته جذبیږي او په دې برخه کې هیچا ته د فساد کولو اجازه نه ورکوي.
نوموړي د عامې روغتيا رئیس او استادانو ته هم سپارښتنه وکړه،چې په ازموينه کې له شفافيت څخه کار واخلي او حق حقدار ته وسپاري.
د دې ازموینې څخه د څآرنې پر مهال د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد،یو شمیر مدني فعالانو او د عامې روغتیا وزارت څخه را لیږل شوي پلاوي هم شتون درلود.
د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې د چمتوالې په موخه په جلال اباد ښار کې د ملي بېراغونو د پلور بازار ګرم دی .
په ننګرهار ولایت کې د خپلواکۍ ۹۸یمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه دوه اونۍ وړاندې د چمتوالې پروګرامونه پیل شوي،چې په همدې لړ کې په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي بېراغونو د پلورونکو بازار ورځ تر بلې د ګرمېدو په حال کې دی.
د جلال اباد ښار هټیوال وایي، سږ کال له کډوالۍ زرګونه هېوادوال ننګرهار ته را ستانه شوي او د خپل هېواد سره د مینې له امله د خپلواکۍ ملي ورځې نمانځنې ته شیبې نمانځي او همدا لامل دی،چې ملي بېراغونه د تېر کال په پرتله زیات پلورل شوي دي.
ټاکل شوې د خپلواکۍ ۹۸یمه کلیزه د اسد په ۲۸مه په ننګرهار کې په ځآنګړو علمي،تفریحي،نظامي او ګڼ شمیر نورو ځآنګړو پروګرامونو سره ونمانځل شي.
ننګرهار ولايتي شورا په کانکور ازموينه کې د لوړو نومرو اخیستونکو زده کوونکو ستاينه کوي.
د ننګرهار ولايتي شورا غړو د مومن افغان ترک لېسې مدير سره په کانکور ازموينه کې د لوړو نمرو اخیستونکو زده کوونکو په وياړ د ستاينغونډې جوړولو په موخه تدابيري ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې په ولايتي شورا کې جوړه شوې وه په کې د ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت د يادې شورا غړو ډاکتر ناصر کاموال، سهراب قادري، عبيدالله شينواری، سيد مهدي پاچا او د افغان ترک لېسې مدير ډاکټر سيف الدين ګډون درلود.
دولايتي شورا غړو د دې ولايت د لېسو استادانو او په ځانګړي ډول د مومن افغان ترک لېسې له مسئولينو مننه وکړه، چې زده کوونکو سره يې شپه او ورځ زيار ګاللی او له امله يې په کانکور ازموينه کې لوړې نومرې واخيستې.
نوموړو زياته کړه، چې په نږدې ورځو کې به د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان ترک لېسې مسئولينو او هغه زده کوونکو، چې په کانکور ازموينه کې يې لوړې نومرې ترلاسه کړي ستاينه وکړي.
د ناستې په ترڅ کې په کانکور ازموينه کې د لوړو نومرو ترلاسه کوونکو زده کوونکو د ستاينغونډې پر جوړيدو خبرې اترې وشوې او د ځانګړو مراسمو او ترتيباتو په نيولو پريکړه وشوه.
مرکزي اداره د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د مزار په جوړیدو کې لازمه همکاري نه کوي.
چارواکي وایي که څه هم مرکزي ادارې ورسره ژمنه کړې،چې په ننګرهار ولایت کې به د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان مزار په اساسي ډول جوړوي،خو تر دې مهاله یې ورسره لازمه همکاري نده کړې.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم وایي د غازي امان الله خان د مزار جوړیدو موضوع د تخریب له امله ډیره مهمه ده او که پاملرنه ورته ونشي،ورځ تر بلې به زیانمنه شي.
نوموړی زیاتوي،اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې د مزار جوړیدو په موخه خپل وړاندیزونه کړي او یاد وزارت هم د مزار جوړیدو لپاره لیوالتیا ښودلې،خو هغه ډول چې لازمه ده،مرکزي اداره د مزار جوړیدو په برخه کې لازمه همکاري نه کوي .
دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په جلال اباد ښار کې ګړندي تدابیر نیول جریان لري،خو د خپلواکۍ د اتل مزار ته پاملرنه نیمګړې ده .
په مومندرې ولسوالۍ کې د ښې حکومتدارۍ په موخه غونډه وشوه .
د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په مقام کې د دې ولسوالۍ د ولسوال نسیم شینواري په مشرۍ د یو شمیر مخورو سره د ښې حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه .
په دې غونډه چې د زمري په ۱۶مه جوړه شوې وه،په کې د ولسوال او مخورو سربېره امنیه قوماندان،پوهنې مدیر او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
مخورو د خپلو خبرو پر مهال د ښې حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د وړاندیزونو ترڅنګ د امنیت د تامین او پوهنیزې کچې د لوړولو په موخه ځآنګړې غوښتنې وکړې.
د مومندرې ولسوال نسیم شینواري مخورو ته ډآډ ورکړ،چې د ولسوالۍ ټول مسؤلین یې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه جدي هلي ځلي پیل کړي.
نوموړي ژمنه وکړه،چې یو شمیر ستونزې به د ولسوالۍ په کچه او یو شمیر نورې به د حل په موخه مرکز سره شریکي کړي .
دیرش ښځینه پولیسو ته د پولیس او د بشرحقوق تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار پیل شو.
ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ کې د ښځینه پولیسو د مسلکي پوهې او ظرفیت د لوړیدو په موخه دیرش ښځینه پولیسو ته د پولیس او د بشر حقوق تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار نن د زمري په ۱۵مه پیل او سې شنبه به پای ته ورسیږي .
یاد سمینار د کورنیو چارو وزارت او بشر حقونو خپلواک میسون ترمنځ د ګډ تفاهم لیک له مخې د بشر حقونو ادارې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی .
د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په حکیم اباد سیمه کې د امنیتي منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې،چې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
یاده نښته،چې نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې وه،په ترڅ کې د نعمت الله چې مشهور په زرقاوي وو او په سیمه کې د وسله والو طالبانو قوماندان وو،هم په وژل شوو مخالفینو کې شامل دی.
په یاده نښته کې د ملي پولیسو یو سرتېری هم شهید شوی دی .
د ګمرک پولیسو په تورخم ښارګوټې کې بېلابېل توکې نیولي.
ننګرهار ولایت د ګمرک ادارې پولیسو په تورخم ښارګوټې کې د پلټنو پر مهال له کډوالۍ د را ستنوو شوو کورنیو په یو بار وړونکي موټر کې دوه میله وسله،۲۸ بوشکې ایتانول الکول،یو موټر سایکل او یو شمیر نور توکې ونیول .
د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وایي یاد توکې یې د تورخم ګمرک پولیسو له لورې وروسته له هغې ونیول شول،چې د دوی له لورې ورته جدي سپارښتنه شوې،ترڅو له کډوالۍ د را ستنیدونکو کورنیو بار وړونکې موټرې تر ګمرکي څارنې لاندې ونیسي.
دوه سوه څلوېښت کورنیو سره مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې له کډوالۍ را ستنوو شوو او داخلي بې ځایه شوو ۴۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
یاده مرسته چې د CWS ادارې په مرسته وشوه،هرې کورنۍ ته شپږ زره اووه سوه اتیا افغانۍ نغدي ورکړل شوې،تر دې وړاندې هم یادې مرستندویه ادارې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ سلګونو نورو بې ځایه شوو او را ستنوو شوو کورنیو سره نغدي مرسته کړې .