تاند- د پاکستان نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي د دوشنبې په ورځ /اګست۷/ وویل، تروریزم د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ګډ ګواښ دی او اسلام اباد به په سیمه کې د امنیت اوثبات لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، ښاغلي عباسي دا خبرې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټېلفوني خبرو کې وکړې.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني خاقان عباسي ته د پاکستان د صدراعظم د غوره کېدو په خاطر مبارکي وویله.
ولسمشر غني په دې خوښي څرګنده کړه چې په پاکستان کې نوي صدراعظم ته بې جنجاله واک ولېږدول شو او ویې ویل چې دا په پاکستان کې د ولسواکۍ لپاره ښه ګام دی.
پاکستان د نړۍ یوله هغو هیوادونو څخه دی چې کودتاوې پکې ډېرې شوي او ډېر لږو صدراعظمانو یې د واک دوره پوره کړې ده.
نوازشریف، چې خاقان عباسي یې ځای ونیوه، نه یوازې دا دوره بلکې په مخکینیو دورو کې هم د واک د دورو بشپړولو ته نه و پرې ښودل شوی.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عباسي وروسته له دې چې د پنجاب اوسنی اعلي وزیر او د نوازشریف ورور شهباز شریف د خپل ورور (نوازشریف) پر ځای د ملي اسمبلۍ غړی شي، د صدرات چوکۍ نوموړي ته پرېږدي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر وايي، خاقان عباسي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني څخه مننه وکړه، ویې ویل چې تروریزرم د دواړو هیوادونو ګډ دښمن دی او «موږ به په سیمه کې په ګډه د تروریزم د ریښو د وچولو لپاره کار وکړو.»
دواړو مشراو په سیمه کې د انرژۍ د ستونزې د حل کولو او د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ښه کولو هم خبرې وکړې.