ولي الله ملکزی||
د کلیفورنیا په پلازمینې سکرمینټو کی د افغان کلتوري ټولنې غړو خپله دوهمه غونډه جوړه کړه، چیرته چې ګڼ شمیر مشرانو، ځوانانو فرهنګیانو په کې برخه اخیستی وه.
په پیل کې د ټولنې مشر ولي الله ملکزی، ګډون والو ته د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ددې ټولنې په موخو، د اجرايوي بورډ د څرنګوالي په اهمیت، د میرمنو لپاره د یوې جلا غونډې او د ځوانانو لپاره د سیمینارونو په جوړیدو رڼا واچوله.
نوموړي زیاته کړه چې مونږ د هیڅ سیاسي جریان او اورګان پوری تړاو نلرو او نه به هم د ټولنې په چوکاټ کې د ژبې، قوم، سمت او مذهب په څیر اختلافي مساېلو ته ځای ورکړل شي.
د غونډې په بهیر کې انجنیر ننګیالي او الحاج امین پخپل نوبت سره د غونډې د غړو ترمنځ په هر اړخیزې همکارۍ او له تازه راغلو افغانانو سره د تجربو د شریکولو په اړه ګټورې او هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ایلک ګروف د جامع مسجد امام او روحاني شخصیت سید وحید پاچا پخپلو مفصلو خبرو کې له برخه والو او په مجموع کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې له هر نیک فرصت څخه ښه استفاده وکړي او د راتلونکي نسل سالمې او رغندې تربیې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې د عبیدالله مامون زي او حاجې ناصر په ګډون، ټولو برخه والو په یوه خوله ډیر مثبت وړاندیزونه او نیکې مشورې درلودې او د ټولنی د بهبود او د هغې د رسمی کیدو د بهیر اړوند یی خپل نظریات څرګند کړل. ټولو پدی ټکي د خوښۍ څرګندونه وکړه چې د دی ټولنې جوړیدل یوه اړتیا او د شرایطو غوښتنه وه چې له نیکه مرغه رامنځ ته شوه.
همدا رنګه پریکړه وشوه چې په ډیر نژدی وخت کی به د مختلفو کمیټو د جوړولو او د دواړو ملي ژبو په څنګ کې په انګلیسي ژبې سره، د ټولنی د لایحی او اصول نامې د رامنځته کولو تابیا وشي. ګډون کونکو له ټولنې څخه د خپل کلک ملاتړ په ترڅ کې څرګنده کړه چې دوئ به په راتلونکې کی هر راز مرستو او کومکونو ته ژمن وي. د عامه اړیکو له تنظیم کونکي حامد سالارزي څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وشوه چې د غړیتوب او ممبرشپ چارې لا نورې ګړندې او پراخه کړي.
غونډه په سکرمنټو کې د امام ابوحنیفه (رح) د جامع جومات د خطیب امام طاهري په دعاییه وینا او لنډې موعظې سرته ورسیده.
د یادونې وړ ده چې د کلیفورنیا د ایالت د ۳۸ ملیونه نفوس له جملې څخه د اټکل له مخې نژدې یو ملیون یی مسلمانان دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو په تناسب ډیر تعداد یی همدلته په دی ایالت کې په پوره آزادۍ سره خپل مذهبي او کلتوري مساېل سر ته رسوي. د کالیفورنیا په لر او بر کې د ۲۴۶جوماتونه او په لس ګونو کلتوري ټولنې موجودیت لري چې لدی جملې څخه ۱۳ جوماته یی همدلته د سکرمنټو په ښار کې آباد دی چې پنځه وخته یی دروازی د نژدی دری نیم زره افغانانو او ټولو مسلمانو په وړاندی پرانستې وي.