تاند- په سویس کې د یوه تولیدي شرکت له لوري عحیب و غریب کنسرت جوړېږي. دا کنسرت، چې د خوب کنسرت نومېږي، د کلاسیک موسیقي لومړنی کنسرت دی چې په دې ډول اجرا کېږي.

د کنسرت جالبوالی په دې کې دی چې د شپې په دولس بجې پیلېږي او د سهار تر ۸ بجو دوام کوي.

له بلې خوا د کنسرت نندارچیان به پر چپرکټونو موسیقي اوري. که دوی ته تر سهاره خوب ورغی سهار به د ارکسترا په لوړ ږغ له خوبه راپاڅېږي.

د سویس په زوریخ ښار کې د دغه کنسرت کوربه یا سپانسر د کورنیو وسایلو د تولید یوه سویډنۍ کمپنۍ ده او له دې کنسرته د هغې هدف خپلو محصولاتو ته تبلیغ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *