په کړکېچ کې ښکېل؛ کتاب د ازاد ژورنالېست ښاغلي احمد رشيد هغه اثر دی چې د پاکستان، افغانستان او امريکې هېوادونو اړيکې او وروستي سياسي معادلات بيانوي، ددې ترڅنگ د منځنۍ اسيايي هېوادونو اړوند اړين مطالب هم لري. په کتاب کې د افغانستان د دولت جوړونې پر بهير، د افغانستان په نه ختمېدونکې جگړې، د پاکستان پر دوه مخې او ناکامو سياستونو، د پاکستان، امريکې او ملگرو ملتونو پر هغه دريځونو شننې شوې چې د سپتمبر له پېښې مخکې او وروسته يادو هېوادونو غوره کړي وو. ياد کتاب د سيمه ييزو مطالعاتو د پراختيا په برخه کې د يوه معتبر تاريخي او سياسي اثر په توگه پېژندل کېږي. نوموړی کتاب ښاغلي اغا محمد قريشي له انگريزي ژبې څخه پښتو ته ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی، مينوال کولای شي له همدې کتابپلورنځي او د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورنځيو څخه يې په مناسبه بيه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *