په کابل کې د ژباړې دویمه لویه علمي غونډه جوړه شوه. دغه علمي – څېړنیزه غونډه د چهارشنبې په ورځ چې د زمري یا اسد میاشتې ۱۸مه نېټه کېږي، د کابل پوهنتون د ترکي ژبې د ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د افغان لیکوال ژبو او ژباړې انستېتیوت له خوا د “ژباړه یو هېر شوی لومړیتوب” تر سرلیک لاندې جوه شوه.

په غونډه کې د ولسمشر پر مطبوعاتي سلاکار ښاغلي ډاکتر محمد نبي مصداق، د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز مشر او د علومو اکاډمۍ د علمي شورا په غړي ښاغلي څېړندوی رفېع‌الله نیازي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت په مرستیال وزیر ښاغلي عبدالغفور لېوال، ژباړن او ديپلومات ښاغلي ډاکتر لطیف بهاند، ژباړن او لیکوال ښاغلي محمد زبیر شفیقي، د ملي ثبات د ټولنې په مشر ښاغلي ضیاالحق امرخېل سربېره د علومو اکاډمۍ ګڼ شمېر علمي غړو، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو، ژباړنانو، فرهنګي او ادبي شخصیتونو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د افغان لیکوال انستېتیوت رییس ښاغلي رحمت‌الله جمالزي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دغه ناسته يې د ژباړې د معياري کېدو لپاره يوه هڅه وبلله او همدا راز د همدغه مرکز له لوري نوی راچاپ کړی لارښود کتاب د “د عملي ژباړې لارښود” يې هم د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژانده. دغه کتاب چې د ژباړې لپاره یو تدریسي کتاب دی او په لومړي ځل د نصاب لپاره وړاندې شوی دی، د ژباړې په اړه بشپړ معلومات، د ژباړې پېژندنه، موخه، ارزښت، اصول او ستونزې په تفصیلي توګه بیانوي.

ورپسې د قومونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر او لیکوال څېړنوال عبدالغفور لېوال خبرې وکړې او ژباړه یې د یوې ژبې اړینه پدیده وبلله. ښاغلي لېوال زیاته کړه، چې ژباړه یوازې د فرهنګ او تمدن د آشنایۍ وسیله نه بلکې د هویت د لېږد وسیله ده.

نوموړي  زیاته کړه چې په افغانستان کې په پښتو ژبه کې ژباړه یوه جدي اړتیا ده.

عبدالغفور لېوال زیاته کړه، چې په هېواد کې ژباړه په یوه حرفه نه ده بدله شوې، ځکه په ژباړه پانګونه نه ده شوې او له مالي پلوه د ژباړنانو ملاتړ نه دی شوی. ده زياته کړه، څو پورې چې په افغانستان کې ژباړه د يوې حرفې او پېشې په توګه مطرح نه شي، د ژباړې فن وده نه شي کولى.

د هغه په وينا، مخکې به په علمي او اکاډميکو مؤسسو کې ژباړه د يوه استاد يا علمي غړي په ترفيع کې حسابېده، خو اوسمهال له بده مرغه دغه کار نه کېږي.

دى وايي، موږ بايد هغه خدايي خدمتګار ژباړن وستايو چې ژباړې کوي چې په دې سره به د هغوى حق ادا شوى وي او هم به اوسنى نسل ژباړې ته هڅول شوى وي.

د غونډې په دوام د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار ډاکتر محمد نبي مصداق هم په پښتو ژبه کې د مسلکي او علمي مرکزونو د نه شتون یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د ژباړې مرکزونه په ټولو هېوادونو کې شته او د خپلو حکومتونو له خوا هڅول کېږي هم، هغوى دا تشخيصوي چې کوم کتابونه بايد وژباړل شي او د دې تر څنګ قاموسونه او دايرة المعارفونه ليکي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام افغان لیکوال د دغې تشې د ډکولو لپاره ښه پیل وباله.

د ده په خبره، دا چې زموږ په هېواد کې ژباړه لومړني ګامونه اخلي، نو هغه کتابونه بايد وژباړل شي چې ورته ډېره اړتيا ده.

د غونډې په لړ کې د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز مشر او د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غړي څېړندوی رفېع‌الله نیازي د ژباړې په تړاو بشپړه علمي څېړنیزه وینا وکړه. د علومو اکاډمي د سيمه‌ييزو مطالعاتو د مرکز رييس څېړندوى رفېع‌الله نيازي وويل، سره له دې چې په اوس وخت کې د ژباړې په برخه کې ځينې فردي هڅې کېږي، خو د حکومت په کچه ورته کار کم کېږي، هيله ده حکومت دې برخې ته توجه وکړي. نوموړي افغان لیکوال ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ د علومو اکاډمۍ له خوا د ژباړې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ژباړن او لیکوال ډاکتر لطیف بهاند د ژباړې په ستونزو بشپړې خبرې وکړې او ژباړه یې د ټولنې کلکه اړتیا وبلله. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: “زه خپل ټول کتابونه افغان لیکوال انستېتیوت ته ډالۍ کوم او د ژباړې په برخه کې د دوی نوښت ستایم”.  همدا راز ده وړاندیز وکړ، چې د پښتو ژبې ځينې مهم اثار دې نړيوالو ژبو ته وژباړل شي.

ورپسې ژباړن او لیکوال ښاغلي محمد زبیر شفیقي په ژباړه علمي خبرې وکړې، نوموړې ژباړه یو علم وبلله، چې زده کولو ته یې کلکه اړتیا ده. د ويسا ورځپاڼې مدير مسوول زبير شفيقي د ژباړو اوسنى بهير وستايه، خو ويې ويل، هغه اثار دې وژباړل شي چې د اوسني نسل د فکري ودې، مسلکي پوهې او سياسي شعور په وده کې مرسته کولى شي.

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژباړې او لیکوالۍ استاد ښاغلي اسدالله وحيدي د مسلکي ژباړې د زده‌کړې په تړاو ټینګار وکړ. نوموړي وویل، دا مهال په ژباړو کې پراخې ستونزې دي او دا ډول ژباړې له ژبې سره د ګټې په ځای تاوان پېښوي. نوموړي  ټینګار وکړ، چې یو ژباړن باید د ژباړې اصول او فن زده کړي.

جاوېد صدیقي – افغان لیکوال

د افغان لیکوال په اړه:

افغان لیکوال انستېتیوت، چې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز روزنیزه څانګه ده، په لوړ معيار د ژبو او ژباړې فن په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. افغان لیکوال د ژباړې په برخه کې اوږده او علمي مخینه لري.

برېښنالیک: [email protected] | [email protected]

د اړیکې شمېرې: 0۲۰۲۵۶۴۰۳۵ – 0706315537

وېب‌پاڼه: www.afghanwriter.af

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *