تاند- په هرات کې د امریکا د متحدو ایالتونو پر کونسلګرۍ نن د وسله والو ځانمرګو په ډله ییزه حمله کې لږترلږه دوه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شل نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چې اکثره ټپیان عام خلک دي او په کونسلګرۍ کې بهرنیو اتباعو ته زیان نه دی اوښتی.

خو د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله ردوي، وايي چې کونسلګري د باغ ملت او تخت سفر ترمنځ موقعیت لري چې شاوخوا یې کورونه نشته.

قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې د کونسلګرۍ په خوله کې د مازدا موټر له چاودولو وروسته ځانمرګي توانېدلي چې کونسلګرۍ ته ننوځي.

د ده په وینا لږترلږه ۱۳ بهرنیان او ۱۲ افغان عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

له هرات څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې سره له دې چې له حملې څو ساعته تېر شوي خو لا هم په هرات کې د کونسلګرۍ په شاوخوا فضا کې الوتکې ګرځي.

په هرات کې د ظفر قول اردو قومندان تورنجنرال تاج محمد جاهد خبریالانو ته وویل، ځانمرګو خپل یو موټر، چې له چاودېدونکو موادو ډک و،  د کونسلګرۍ په دروازه کې او بل په سړک کې وچاوداوه.

د ده په وینا له چاودنو وروسته وسله والو کسانو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.

د جاهد په وینا په دې برید کې د کونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوی خو د هغې مامورینو ته زیان نه دی اوښتی.

د هرات د ولایتي شورا رييس سید وحید قتالي د ځانمرګو شمېر پنځه تنه ښودلی او ویلي یې دي چې څلورو یې ځانونه الوزولي او یو د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول محمد رفیق شېرزي وویل چې په نننۍ حمله کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

د شېرزي په وینا په وژل شویو کې یو تن د امریکا د کونسلګرۍ ګارد دی.

شېرزی اکثره ټپیان ملکیان ښيي او وايي چې دوې پکې ښځې دي.

د هرات ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې د چاودنې د لوړ ږغ په اثر یې د کورونو شیشې ماتې شوي دي.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر دا برید غندلی او د افغان او ایساف ځواکونو چټک غبرګون یې ستایلی دی.

سفیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان او ایساف ځواکونو د امریکا کونسلګري او د هغې مامورین روغ رمټ ساتلي دي.

د امریکا سفیر په دې حمله کې د ملکي افغانانو او قراردادیانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني ښودلې ده.

په هرات کې دا حمله څه باندې یوه اوونۍ وروسته له دې وشوه چې سلګونو مظاهره چیانو په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او هغې ته یې زیان واړاوه.

له مظاهرې وروسته ایراني چارواکو تور ولګاوه چې د دوی پر کونسلګرۍ برید د بهرنیانو، په تېره بیا هغو بهرنیانو په لمسه شوی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو مخالف دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *