تاند- په تخار کې د حزب اسلامي او جمعیت د دوو قوماندانانو ترمنځ د نښتې په باب د حکمتیار اسلامي حرب وايي، چې دا نښته د قوماندانانو ترمنځ د شخصي اختلافاتو پر اساس شوې ده.

جمعیت ګوند ویلي چې د تخار په چاه اب ولسوالي کې د حکمتیار د اسلامي حزب د قوماندان بشیر قانت کسانو پر یوه جومات ډزې وکړې او لږترلږه ۳ تنه یې ووژل.

د تحار د والي ویندوی حمله کوونکي د بشیرقانت کسان وبلل او ویې ویل چې د حملې هدف یې دا و چې د خپل سیال مولوي محفوظ اکبري په امامتۍ خلک لمونځ ونه کړي ځکه چې نوموړی د قوماندان قانت مخالف دی او په جومات کې د قانت پر ضد تبلیغ کوي.

په چاه اب کې تر دې وړاندې هم د دواړو ګوندونو د افرادو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د اسلامي حزب یوه ویندوی حامد عزیري پېښه تایید کړه، ویې ویل چې قانت په تخار کې د اسلامي حزب یو قوي قوماندان دی مګر دا ډول نښتې د سیمې د قوماندانانو په شخصي اړیکو او اختلافاتو پورې تړاو لري.

ده وویل چې اسلامي حزب د قومانانانو د شخصي چارو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

د تخار د والي ویاند وايي چې له قوماندان قانت څخه وسلې نه شي اخیستلی او له مرکزي حکومته غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

په تخار ولایت کې د حزب اسلامي او جمعیت ترمنځ اختلافات د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته تخار ته د احمدشاه مسعود له ورتلو سره پیل شول چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو په سلګونو کسان په خپلمنځي نښتو کې ووژل شول.

په تخار ولایت کې د قوماناندانو او خپلسرو وسله والو ترمنځ له ډېرې مودې راهیسې نښتې کېږي.

تېره میاشت (جولای) د دغه ولایت مدني فعالانو له حکومته وغوښتل چې په رستاق ولسوالي کې د خپلسرو وسله والو او قوماندانانو ترمنځ د نښتو او ګډوډویو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *