تاریخ: 19 اسد 1396
کابل افغانستان : د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د افغانستان د امریکايي پوهنتون د بورسونو د مالي مرستي غونډه کيګډون وکړی او وروسته ئې په یاد پوهنتون کي وینا وکړه.
نوموړي د بورسونو د مالي مرستي په غونډه کي له خصوصي سکټور او سوداګرو څخه مننه وکړه،چي د زدکړو د زمینې برابرولو لپاره یې د افغانستان د امریکايي پوهنتون سره مالي مرسته کړې.
هغه وویل،چي دا مرسته د افغانستان پر نوي نسل او راتلونکي رهبرانو باندي سرمایه ګزاري ده او اړتیا ده، چي نور سوداګر هم په ورته اقدام باندي لاس پوري کړي.
اجرائیه رئیس وروسته د پوهنتون استادانو او زدکوونکو ته په وینا کي پر یاد پوهنتون د برید پرمهال ټولو شهیدوو سوو محصلینو او سرتیرو یادونه وکړه او د یاد پوهنتون له مسؤلینو او زدکوونکو سره ئې غم شریکي وکړه.
ډاکټر عبدالله وویل،چي د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د تیارو د لښکرو لخوا پر پوهنه، انسانیت، پرمختګ او رڼا باندي برید و، خو په خبره ئې چي دلته د درسونو بیا پیل د تروریستانو او د هغوی د خواخوږو پر مخ د چپلاخي حیثیت لري.
د هغه په خبره چي ترورستان په دې ډول بریدونو سره کولای سي موږ وګواښي ولي،هیڅ کله موږ د خپلي اصلي موخي له تر لاسه کولو نه سي راګرځولای.
نوموړي زیاته کړه،چي حکومت په تمامه معنی د یاد پوهنتون ته ملاتړ ته چمتو دی او باور لري، چي دا پوهنتون د افغان کدرونو په روزنه کي خورا مؤثر او اساسي رول لري.
د اجرائیه رئیس په وینا چي، د لوړو زدکړو معیاري کېدنه د تدریسي نصاب ژوري او اساسي بیا کتني ته اړتیا لري او په دې برخه کي تمرکز زیات سوی دی.
هغه د خپلي وینا په پای کي د هیواد د وضعیت په اړه د یاد پوهنتون د محصلینو پوښتنو ته هم جوابونه وویل.
د اجرائیه رئیس بشپړه وینا د همدې خبر سره د ضمیمه سوي لنک څخه لیدلی سئ!