څو ورځې وړاندې سلګونه وسله والو طالبانو د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ په دې موخه بریدونه پېل کړل چې ګواګي یاده سېمه تر خپل تسلط لاندې روالي خو د پکتیکا زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې دغه شوم هدف د تل لپاره ور خاورې کړ.
د پکتیکا پر ګومل ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر برید وروستته د افغان امنیتي او دفاعي خواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د دښمن ۹۳ تنه وژل شوې او له سلو زیات ټپیان شوې دي.
دغه راز د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر موټر، سپکې او درنې وسلې تخریب او یا هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په یادو بریدونو کې او عملیاتو کې پنځه تنه افغان امنیتي سرتیري هم په شهادت رسیدلي او اته نور ټپیان شوې دي.
دغه راز ګومل ولسوالۍ ته د غځیدلي لارې د امن کولو په موخه هم عملیات روان دي چې په نیږدې راتلوونکي کې به یاده لاره په امن کې شي.
د یادونې ده، تېر کال هم وسله والو طالبانو غوښتتل چې د ورته برید په پایله کې د پکتیکا ولایت وړممۍ او وزیخوا ولسوالۍ ونیسي خو له سختې ماتې سره مخ شول او دا ځل یې یاده ماته په ګومل کې تجربه کړه.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر