تاند- ډېر ژر به په خپله فسبوکپاڼه کې یوه نوې برخه ووینئ چې (Watch) نومېږي او له دې لارې به د یوټیوب په شان ویدیوګانې لیدلی شئ.

د فېسبوک مسوولانو مخکې لا د لوړ کیفیت ویدیوګانو د جوړولو سپارښتنه کړې او د فېسبوک له کارونکو څخه یې هم غوښتي چې لنډې ویدیوګانې جوړې او خپرې کړي.

په دې برخه کې به هم، لیدونکي کولی شي چې هم خپل نظر ولیکي او هم د نورو نظرونه او وړاندیزونه ولولي.

دغه راز به د واچ کاروونکي کولی شي چې د خوښې ویدیو له ملګرو سره شریکه کړي.

اوس هم په فېسبوک کې ډېرې ویدیوګانې شته خو موجودې ویدیوګانې اماتورې یا نامسلکي دي. د ځینو کیفیت خورا ټیټ دی.

فېسبوک هیله لري چې واچ به دې شبکې ته د عوایدو یوه بله ګټوره سرچینه شي.

لومړی به واچ په امریکا کې فعاله شي، ورپسې به په نورو هیوادونو کې هم ترې کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *