په ننګرهار کې د ځوانانو نړيواله ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ځوانانو نړيواله ورځ د زمري په يو ويشتمه نېټه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي،مشرانو جرګې رئيس، سلګونو ځوانانو،حکومتي چارواکو او مدني ټولنو استازو په برخې اخېستنې سره ونمانځل شوه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ځوانانو ته د دوی د ورځې په مناسبت مبارکي وويله او د هېواد په ابادۍ،سولې او امنيت ټينګښت کې د ځوانانو رول مهم ياد کړ.

ښاغلي منګل وايي،د هېواد اويا سلنه نفوس ځوانان تشکيلوي،نو اړينه ده چې ځوان قشر په ېو ټغر راټول او د خپل هېواد په اقتصادي پياوړتيا او جوړونه کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي ځوانانو ته وويل(( ځينې کړۍ هڅه کوي چې د خپلو شخصي ګټو خونديتوب لپاره د ځوانانو له انرژي ګټه واخلي،نو ځوانان باید هېڅکله د پردېو د شومو دسيسو ښکار نه شي او هېوادنۍ ګټو ته ژمن ووسي)).

ننګرهار والي وايي،هغې ستونزې چې اوسمهال ورسره ځوانان لاس او ګریوان دي،په حل کې به يې پوره هڅه وکړي او له ځوانانو يې مننه وکړه چې په ځينو مسائلو کې په رضاء کارانه ډول ولايتي ادارې سره همکاري کوي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار وويل:پر هغو ځوانانو وياړي چې د وسله وال پوځ په ليکو کې دي او په لرو پرتو سيمو کې له خپل هېواد او هېوادوالو نه د دفاع په خاطر دښمن سره جنګېږې.

مسلم يار د نظام په تقويت،د هېواد په ابادۍ او د حکومتونو په بدلون او جوړښت کې د ځوانانو رول مهم ياد کړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ځوانانو فکري روزنې،امنيت ساتنې او تعليم لپاره ورته ځانګړي پرګرامونه جوړ او پاملرنه زياته کړي.

نوموړي پر حکومت کې شته ستونزې يادې کړې خو وايي هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې شته نظام تخريب کړي.

ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي په سپورتي،تعليمي او نورو برخو کې د ځوانانو پرمختګونه او وياړونه د قدر وړ وبلل او له ځوانانو يې د امنيت په تامين کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل:په ځينو مواردو کې د ځوانانو انتقادونه مني،خو غوښتنه کوي چې د اصلاح لپاره دې طرحې وړاندې کړي،څو ددې ولايت په امنيتي وضعيت کې لا ښه والي راشي.

د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي وويل:که له ځوان قشر نه د سولې،امنيت،فساد له منځه وړلو، غاصبينو پر وړاندې په مبارزه او قانون په تطبيق کې ګټه واخېستل شي،پايله به يې ګټوره وي.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې په راتلوونکو پارلماني ټاکنو کې داسې شخص ته رايه وکاروي چې د ولس درد خپل درد وګڼی او هېوادني ګټو ته ژمن وي.

مدني فعالانو محمداقبال سخي،نوراحمد نوراني،رڼاګل شينواری،لطیف واحدي او عزیز خوګياڼي له حکومته ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو،په دولتي پوستونو کې ګمارنه،ځوانانو امريت ته د بودېجې ورکړه،خصوصي سکتور پياوړتيا،په نشه يي توکو روږدو کسانو درملنه او تعليمي او روغتيايي بنسټونو پیاوړتيا غوښتنې وکړې.

د ځوانانو نړيواله ورځې په وياړ هغو ځوانانو ته چې د ننګرهار په کچه د کانکور په عمومي ازموېنه کې لوړې نمرې اخېستې وې،په ستاينليکونو او ډاليو ووياړل شول او دغه راز د ځوانانو ټولنو مسولينو او استازو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ټيم هم د ځوانانو نړيوالې ورځې په وياړ تمثيلي پارچه نندارې ته وړاندې کړه.
د يادونې وړ ده چې د ځوانانو نړيواله ورځ د ننګرهار په ګډون په ډېرو ولايتونو کې ونمانځل شوه.

درې سوه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه شوه
د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند ثمر خيلو او سرخديوال سيمه کې درې سوه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه او په کې جوړې شوې احاطې او سنګارۍ ړنګې شوې.

له غاصبينو څخه د ځمکو خلاصولو پر مهال د غصب مخنيوي کميسون مشر او د ولايت مقام سکتوري رئیس احمد شاه سادات، جلال اباد ښاروال، روداتو ولسوال او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی و.

مسئولينو په يادو سيمو کې له غاصبينو درې سوه جريبه دولتي ځمکه خلاصه کړه او په ياده ځمکه کې يې د دوی له لوري جوړې شوې ودانۍ او سنګارۍ ړنګې کړې.

دغه راز د کمپاين پر مهال غاصبينو پر مسئنولينو د ډبرو ګذارونه او ډزې هم وکړې، چې غاصبين په خپلو ډزو کې په خپله ټپیان شول.
ننګرهار امنيې قوماندان په قوماندانۍ کې د بېلا بېلو ودانيو له رغنيزو چارو کتنه وکړه.
ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي ، چې د قوماندانۍ امنيتي او ملکي چارو مرستيالانو يې ملتيا کوله د قوماندانۍ د بېلا بېلو شعباتو لپاره د ودانيو له روانو چارو کتنه وکړه.

رحيمي وويل، چې له تيرو پنځو میاشتو راهيسې د قوماندانۍ په بېلا بېلو قطعاتو او جز تامونو کې د ۷ ودانيو جوړيدو چارې روانې دي.

نوموړي وويل، چې په دغه ودانيو کې د ښځينه پوليسو لپاره د دوه پوړيزه ودانۍ سربيره د پوليسو د نورو سهولتونو په موخه يو شمېر ودانۍ شاملې دي چې د پوليسو لمړۍ ، او دويمې امنيتي حوزو، ترافيکو مديريت، سره رود او بهسودو ولسواليو په امنيه قوماندانيو او د دې قوماندانۍ په قرارګاه کې جوړيږي.

نوموړي د يادو ودانيو جوړونکي شرکت مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې له شوي قرار داد سره سم خپلې چارې پرمخ يوسي.

په ننګرهار کې سل تنه هغه ماشومان چې تر دې وړاندې په شاقه کارونو بوخت و له شپږ مياشتو حرفوي زده کړو څخه فارغ شول.
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وايي، چې ياد سل تنه ماشومان په درې حرفو خياطۍ ، مبايل جوړولو او مريو ګنډلو په برخه کې وروزل شول او هم ورته د کار کولو وسايل ورکړل شول .

د نوموړي په خبره تردې وروسته به دغه ماشومان له زده کړو کسبونو څخه په ګټې اخيستنې خپلو کورنيو ته نفقه برابروي.

شيرزاد زياته کړه تر دې مهاله دې ته ورته يو زر او شل تنه ماشومان له بيلابيلو حرفو څخه فارغ شوي او دوه زره پنځه سوه تنه په زده کړو بوخت دي.
د همیم دارالعلوم څخه يو اويا تنه فارغ شول
د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د هميم له ديني دارالعلوم څخه د ۱۰ انجونو په ګډون ۷۱ تنه فارغ شول .
د ياد ديني دارالعلوم مسئول وايي، چې فارغو شويو ته به په رسمي بڼه دڅوار لسم او دولسم ټولګيو تصديق پاڼې ورکړل شي .
د هميم ديني دارالعلوم مشر مولوي اسرارالله هميم وويل، چې د فارغو شويو له شمېر څخه ۲۷ تنه د لويې دورې، چې د څوارلسم ټولګي او ۲۶ تنو ته به د دولسم ټولګي رسمي تصديق پاڼې ورکړل شي او پاتې ۱۸ تنه چې لس پکې انجوني دي د قران کريم د حفظ دوره يې بشپړه کړ ه .
د هميم په وينا په دارالعلوم کې يې اوس مهال د درې سوه انجونو په ګډون زرتنه په بيلابيلو ديني برخو کې په زده کړو بوخت دي ، چې د څلويښت تنو ښځينه او نارينه استادانو له لوري ورته ديني زده کړې پرمخ وړل کيږي .
په ننګرهار کې راستنو شوو کډوالو ته څلوزره د هستوګنې کورونه جوړيږي .
دغه څرګندونې د ښارجوړونې وزارت معين انجنير اجمل شمس د راستنو شوو کډوالو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه د ليدنې پرمهال وکړې .

د ښار جوړونې وزارت معين اجمل شمس ننګرهارته د سفر پرمهال د بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي دشته کې د راستنو شويو کډوالو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه ، چې د سکتوري خدمتونو رئیس احمدشاه سادات، د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنيرحکيم الدين او د کډوالو چارو ريس غلام حيدر فقيرزي يې ملتياکوله .

اجمل شمس وويل، چې ننګرها رته يې د سفر موخه په خانکي دشته کې د راستنو شوو کډوالو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه ليدنه وه .

نوموړي زياته کړه، چې پدې وروستيو کې دوست هېواد هندوستان او يو اين هبيتات ادارې ژمنه کړې، چې د کډوالو لپاره به په ياده ځانګړې شوې ځمکه کې څلور زره د هستوګنې کورونه جوړ کړي ، چې ددې ژمنې په پلي کيدو سره به د سرپنا په برخه کې د کډوالو شته ستونزې تر ډيره بريده راکمې شي.

شمس داهم وويل، چې د ياد پلان لومړنۍ چارې تر يو بريده رسيدلي او په نږدې راتلونکې کې به عملي بڼه خپله کړي .

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې په خنکي دښته کې د راستنو شوو کډوالو لپاره درې زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې وه ، چې د کډوالو ستونزو ته په کتو دوه زره جريبه ځمکه نوره هم زياته شوه .

د ماین په چاودنه کې يو ماشوم شهید او درې ټپيان شول
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ شولانې سيمه کې تيره ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د وسله والو مخالفينو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې يو ماشوم شهيد او درې ټپيان شول.

د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله ماشومانو پر ياد ماين لوبه کوله او بيا يې ورته اور ورته کړ.

د دغه پېښې ټپيان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي.
انځور: چپرهار شولانه
داعش ډلې ته تلونکي څلور ماشومان ونيول شول
د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې هغه څلور ماشومان ونيول شول، چې غوښتل يې د داعش وسله والې ډلې ليکو کې د جذب په موخه ولاړ شي.

د معلوماتو له مخې دغه ماشومان، چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۶ کالونو ترمنځ دي د کونړ ولايت له چپې درې ولسوالۍ څخه دننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته راغلي و او غوښتل يې چې داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي.

نيول شويو ماشومان اعتراف کړی دی، چې داعش ډله کې د يو ځای کېدو په موخه راغلي و.
ياد ماشومان د نورو څیړنو او قانوي اجراتو په موخه ننګرهار امنې قومندانۍ ته ليږدول شوي دي.

دوو کرولا ډوله موټرو کې بار چاودېدونکي توکي له ۴ کسانو سره ونیول شول.
د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا منسوبینو د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دوو کرولا ډوله موټرو کې بار چاودیدونکې توکې له ۴ کسانو سره یو ځای نیولي،چې د زمري په ۱۹مه په یاده لوا کې خبریالانو ته وښودل شول.

د یادې لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل، د ننګرهار ولايت اړوند په مومندرې ولسوالۍ کې د دغې لوا د شپږم کنډک منسوبينو د يو کشفي راپور پر بنسټ په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي نيولي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شويو چاودېدونکو توکو کې ۹۰۰۰ چاودېدونکې پټاقۍ او ۳۵۰۰ متره ثانيه سوځ لينونه شامل دي، چې ټول د تخريبي اعمالو پرمهال په ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې استعمالېږي.

د حسين خېل په وينا، د يادو توکو په نيولو سره يې په ننګرهار کې د لويو تروريستي پېښو مخه نيولې او نيول شوي کسان، چاودېدونکي توکي او موټر به د ننګرهار قوماندانۍ ته د لا نورو پلټنو په موخه واستول شي.

د يادولو ده چې څه موده وړاندې هم يادې لوا په يو بل اقدام کې د امونيم نايتريت په نوم هغه سره نيولې وه چې په چاودېدونکو توکو کې ترې ګټه اخېستل کېږي.

په جلال اباد ښار کې لسګونه غېرې قانوني موټر سایکلې ونیول شوې.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنیت او د جرمونو د مخنیوي په موخه د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۳۲ عرادې غېرې قانوني موتر سایکلې نیول شوي او د ۲۳ موټرو تورې ښیښې سپینې شوي دي .

د یو بل خبر له مخې پولیسو د مومندرې ولسوالۍ په ۲۸ ویالې سیمه کې د پلټنو پر مهال په یو عراده سراچه ډوله موټر کې ۷ کلچې تریاک،چې په ډیر مهارت سره ځآی پر ځای شوي وو، تر لاسه او په تور یې د صالح ګل په نوم یو تن هم ونیول شوو.
په دامان سیمه کې د شخړې له امله د سړک دریدلې چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د دامان سیمه په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د پیل شوي سړک د جوړونې چارې،چې د سیمې د دوو تنو عجب خان او شرف خان د خپل منځې شخړې له امله دریدلې وې،د دوی ترمنځ ستونزه حل او چارې یو ځل بیا پیل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین عمر خیل وایي یاد سړک دوه عشاریه څلور کیلو متره اوږدوالی لري،چې د پنځلس سلنه ولسي ونډې په اخیستو سره پرې ۲۲۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي،چې بودیجه یې د اروپایي ټولنې له لورې ورکول کیږي .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې د یاد سړک پاتې چارې به هم ژر تر ژره بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري .
په قضایي چارو کې میرمنو ته د لا زیاتو سهولتونو د برابرولو غوښتنه وشوه .
په ختیځ کې د افغان ښځو شبکې غړو،چې د ولایتي شورا استازو حبیبې کاکړ او نیلوفر عزیزي یې هم ملتیا کوله،د ننګرهار استیناف محکمې رئیس سره په ناسته کې په قضایي چارو کې میرمنو ته د لا زیاتو سهولتونو د برابرولو غوښتنه وکړه .

دوی د ننګرهار استیناف محکمې په روانو چارو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه،ترڅو په قضایي چارو کې میرمنو ته د سهولتونو برابرولو ترڅنګ د دوی ستونزو په بېړني ډول ځوابونه وویل شي.
د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده له ورغلو د مننې ترڅنګ د اسلام مبارک دين له نظره د مېرمنو په حقوقو خبرې وکړې ويې ويل ښځينه او نارينه په قانون کې ټول يو شان حقوق لري.
قاضي زاده ډاډورکړ ، چې په قضايي چارو کې د مېرمنو حقوقو او ستونزو حل ته به لا زیاته پاملرنه وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *