مجيد الله قرار

مجيد قرار

 په غزني کې د حزبیانو او حرکتیانو بندیز وو. د حرکت جبهې به چې قاري بابا رهبري کوله، ډېر په اسانه خلک وژل او په زرګونو انسانان یې تر تېغ تېر هم کړل.

زما یو ترورزی چې بیا روسانو شهید کړ، د حزب پلوي و. نوموړی د حرکتیانو کلي ته تللی او هلته د حرکتیانو په لاس کښېتولی و. هغوی غوښتل و يې وژني.

زما یوه بوډۍ ترور کیسه کوي، چې زه ورغلم د مجاهدینو له منځه مې را ولاړ کړ، ټولو ته مې ننګونه وکړه چې که تاسې نران یاست، له ما یې ستون کړئ.

هغه کیسه کوي، چې ټولو مجاهدینو ببر ببر را ته کتل، خو هیچا هلک را څخه ستون نه کړ. هلک مې کور ته راووست. درې شپې ورځې مو کور محاصره و، هیڅوک مو پر کور را و نه ختل. بیا مو هلک د ګاونډیو په کورونو کې دېوال په دېوال تېر او د شپې په تیاره کې له کلي و ایست.

دا هغه وخت و، چې زموږ په جګړه ییز فرهنګ کې د ښځې ځای، د کمزوري ځای او د مقدساتو او د کور د انګړ مقام معلوم و.

د هغه وخت مجاهدین د مدرسو روزلي نه، بلکې د کورنیو روزلي ول.

د هغه وخت مجاهدین هومره ایډیالوژیک نه ول، چې  د فرهنګ دښمني یې کړې وای. هغه خلک ایډیالوژیک نه، بلکې کلتوري او رواجي ول.

اوس د طالبانو وخت دی. زامن د میندو ترمخ وژل کېږي، او ښځې له کورونو تښتول کېږي. کوربانه پر خپل دستارخان وژل کېږي، او مېلمانه له ودونو، فاتحو، او مېلمستیاوو ولاړېږي.

دا خو ډېره لرې ده چې یوه تورسرې دې د طالبانو له منځه بندي را ولاړ کړي، د طالب په قانون کې ښځه له کوره تښتول کېدلای، په موټر سایکل په پردي پنجابي پسې ګرځول کېدلای، له لارې تښتول کېدلای، او وژل کېدلای شي.

په غزني کې د وکیلې پښتنې تر تښتول کېدنې وروسته، دا دی په پکتیکا کې مسلمانه شوې هندۍ له کوره وتښتل شوه، او و وژل شوه.

طالب ډېر ضرري دی، خو تر ټولو لوی ضرر یې د افغانستان د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو بې درېغه تخریب دی. فرهنګ د دروناوي، د ګډې اوسېدا لاره او هغه مرشد دی چې لارښوونه یې یې مستقیما لاشعور او وجدان ته ښکته کېږي. فرهنګ زموږ د سلامتۍ او امنیت ضامن دی. فرهنګ ځوانمردي ده.

فرهنګ د کلیوال سړي صداقت، د کوچي سړي د باطن صفاوالی، او د نالوستي سړي صمیمیت دی.

بالمقابل، ایډیالوژۍ بیا هغه بلا ده چې د ولسونو د زرګونو کلونو د ګډې اوسېدا فرهنګ خوري.

دا چې د افغانستان شیعه، او سني د شیعیت او سنیت پر سر جګړه نه کوي، علت یې د دوی فرهنګي اړیکې دي.

زما باور دی چې په کومه ورځ دشت برچي ته د سعودي لخوا تمویل شوې کومه مدرسه، او خیرخانې ته د قم پر خمس چلېدونکي مدرسه ورسېدله، پر هماغې ورځ د شیعه او سني جګړه پیل ده.

فرهنګ مه خرابوئ. فرهنګ، ستاسې د ټولنې حافظه ده. خپله حافظه مه وینځئ. فرهنګ ستاسې تربیه ده. خپل تربیه مه نیمګړې کوئ. فرهنګ ستاسې وجدان دی. د وجدان فیصلې دماغ او کتاب ته مه سپارئ. د وجدان فیصلې فتوا ته مه معطلوئ.

فرهنګ د افغانستان د خلکو د مقاومتونو، غزاګانو، او جهادونو راز دی.

فرهنګ، په پکتیکا کې د بدخشان او تخار د ستړي او سفر وهلي مجاهد مېلمه پال دی.

فرهنګ د بې وزلو او بې وسو لپاره د مېلمستیا دستارخان دی.

فرهنګ، په کور کې د لېوره او ورېندارې احترام، په کلي کې د خان او ملا ګډه اوسېدا، او په ښار کې د شیعه، سني، او هندو همښاريتوب، او همسایګي ده.

که مو په دې دریو کچه کې ایډیالوژي د فرهنګ ځایناستې کړه، نو بویه چې د زرګونو کلونو سمې را چلېدلي اړیکې مو ګډوډې او د ټولنې مصؤونیت مو وګواښل شو.

افغانانو! ستاسې ټول ارزښت ستاسې په څو زره کلن کلتور کې دی. بې کلتوره کېږئ مه، که بې فرهنګ شوئ، بې پاسه، او بې اسرې به شئ. بیا به هیڅوک هیچا ته مخ نه لري. بیا به ټول طالبان یاست.

9 thoughts on “د څو کلن طالب او څو زره کلن فرهنګ ناندره”
  1. طالب او مجاهدین له یو بل سره مقایسه کول یو ښه مثال دی…ځکه طالب د مجاهد ایدیالوژیکه څیره ده…

  2. سلامونه هيوادوالو
    مننه قرار صاحب الله ج ستا او زموژ جيگرونه په قرار كي. امين
    زما په اند په گران افغانستان كي بايد مدارسو او شيطان خانو ته د پاي تكي كشيشودل شي او ماشومان مكتبونو ته وليژدول سي تر سو په د جهان كي له نورو انسانانو سره په شريكه ژوند ته دوام وركو او د حهان په آبادي كي سهيم شو. دا شطان خاني (مدرسي ) أصلاً د بشريت درد نه درمانوي الله پاك مو د له غضب نه زر تر زره خلاص كي امين.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  3. که غواړئ چې اولادونه مو د انسانانو په څېر وروزل شي د دیني مدرسو په نامه مرکزونو ته یې مه لېږئ. ښه دا ده چې لمونځ پخپله ور زده کړئ او د قرانکریم د زده کړې له پاره د جومات ملا ته ور ولېږئ او نور پرې معاصر علوم زده کړئ.

  4. یاره قراره ډیر دی نري شځی زوی یی مګر دا بعضی بعضی خبری می بیا دماغ درته اوټ کړی لکه د اوس کی چی وچ شله وی دا لنډغر مسعود د چی کاټه کنه نور ولا ټول په حقه یی او شه ویل کوی بیشکه د مور شیدی

  5. قرار صاحب پر قلم دي برکت سه
    ډېرو اساسي مسئلو ته مو ګوته نيولي ده . دافغانستان بربادي له همهغه ورځي نه پيل سوه، چي موږ خپلو ملي ارزښتونو ته په سپکه وکتل، دپرديو دکلتور تر اغېز لاندي راغلو او دهر څه سره مو ايډيلوژيک چلند وکړ. په ايډيالوژيو کي يوازي خپله مفکوره سمه او دنورو ټولو دا غلطه وي، ځکه نو هر چا هڅه وکړه نه يوازي دنورو مفکورې ، بلکي دنورو مفکورو خاوندان هم له مېنڅه يوسي . ډېره په زړه پوري ليکنه مو کړې او په راتلونکی کي هم لا دنورو په زړه پورو ليکنو په هيله

  6. یاره قراره خفه راڅخه نشی، زه خوستا په ښو او بدو اوس پوه شوم، ډیر راته ګران ویی خواوس درڅخه ډیر ګیله مند شوم ، ستاسی د وروستیو فعالیتونو او خبرو په هکله می دښاغلی قانع صیب په لیکنه کی یوڅه ولوستل، چه رښتیا درته ووایم ډیر درڅخه خوابدی شوم. .

    م .افغان

  7. قرار مې يوازې يوځل ليدلى خو زه دى تر مخامخ پېژندا د هغه له ليكنو او د هغو ملګرو له خولې چې له ده سره ناسته ولاړه لري پېژنم.له كومه چې زه عادتا د فيسبوك يا نورو ټلونيزو رسنيو داسې كارونكى يم چې له ليكلو لوستل ډېر په كې كوم نو د قرار كابو
    :هره ليكنه مې لوستې. هغه ټكي چې له احساساتو او تملق پرته د ده شخصيت پرې تعرفولى شم دا دي
    قرار يو سپېڅلى، متعهد، په دين، وطن، افغان او انسان مين شخصيت دى
    دى او ده ورته د دې ټولنې د وركلارو مشال دى
    زه دى د يوه داسې كس په توګه پېژنم چې زموږ ټولنه ښه پېژني، ستونزې يې ورمالومې دي او د وېده او غولېدلي، د دين په نوم د يرغمل ملت د وېښتابه لپاره ښې نسخې لري
    سره له دې چې په ټولنې كې د ګوتو په شمار داسې شخصيتونو په لرلووياړم خو په شعوري يا ناشعوري توګه د داسې كسانو په رټلو خواشينى يم

  8. مشره یارو ډیر ښکلي پیغام دي … خدای دي وطنوالو ته وس ورکړي چي دا مضره حشره دا طالبګوټي نور ورک کړي …

  9. مهمه خبره داده چی لمړی ټول هیواد وال هر اړخیر تبعیزونه پریږدی یواځی او يواځی سپیڅلی اسلام ومنی او په پټو ستر ګو دهیڅ چا پیروی ونه کړی
    دملی یوالی په درلودلو سره ټولی ستونځي له مینځه تللی شی ، نه به مو څو ک په کلتور اوفرهنګ دتیری جرات لری اونه به یو څو ذهنیت بایللیو او دپردو ګوډاګییا نو ته دمظلوم ملت په سر دلوبو کولو زمینه برابره کړی وی
    نو ټول سره یو موټی شی چی دحل لیاره همداده!!!!!!! ږ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *