راه های افزایش خلاقیت

نوښتګري يو داسې استعدا دی چې ټول خلک ترې برخمن دي، خو ځینې فکر کوي چې ګواکي دوی له دغه نعمته بې برخې دي. نوښت یو قدرت دی؛ له دې قدرته په استفادې ډېرې ستونزې هوارولی شئ. یو خبره بايد په ياد ولرئ، هر څوک د دې وړتيا لري چې نوي مهارتونه زده کړي، خو په دې لاره کې به يو څه وخت لګېږي.

څنګه نوي مهارتونه زده کړو؟

د بایسکل چلولو چل هم یو نوښت دی، مخکې له دې چې دغه چاره ترسره کړئ، تمرین او یو څه وخت ته اړتیا لرئ. ټول نوي کارونه او مهارتونه همداسې دي. د زده کولو لپاره يې ځينې داسې لارې چارې او تمرينونه شته، چې کولای شي در سره مرسته وکړي.

که غواړئ نوښت وکړئ، نو تر ټولو وړاندې بايد دا زده کړئ چې یوازې له خپل فکره ګټه واخلئ. د نورو د نظرونو په اورېدو مو خپل وخت مه ضايع کوئ. نوښت یعنې هغه څه چې د خپل فکر محصول وي، نه د نورو خبرې او نظرونه. نوښت دا دی چې خپله يو نوی کار تر سره کړئ، نه دا چې بل څوک يې په ترسره کولو کې درسره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *