تاند- په بیړنیو چارو کې د دولت اوسنی وزیر ویس برمک د کورنیو چارو وزیر په توګه ونومول شو.
برمک د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې یوه موده د کلیوالي پراختیا وزیر و.
د کورنیو چارو (پخوانی) وزیر تاج محمد جاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار ټاکل شوی دی.
تر څو چې ولسي جرګه برمک ته باور رایه ورکوي نوموړی به د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه کار ته دوام ورکوي.
تېره اوونۍ /اګست ۶/ هم ارګ د اقتصاد، مخابراتو او فواید عامې د وزارتونو لپاره سرپرستان معرفي کړل.
مصطفي مستور د اقتصاد، شهزاد اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او یما یاري د فواید عامې د وزیرانو په توګه نومول شوي دي.
د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، وزيران د ولسمشر په وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.
شاوخوا ۲ اوونۍ وړاندې /جولای ۲۵/ ولسمشر غني د کندهار او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شېرزی د سرحدونو او قبایلو چارو او محمد حمید طهماسي د ترانسپورت او هوايي چلن سرپرست وزیران ونومول.
د دې لپاره چې د ولسي جرګې دوبنۍ رخصتۍ روانې دي، نومول شوي وزیران د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوي نه دي.
ولسي جرګې تر دوبنیو رخصتیو مخکې له حکومته وغوښتل چې د سرپرستو وزیرانو پر ځای خپل کاندیدان وروپېژني.