تاند- د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د غورماچ ولسوالي یو وار بیا وسله والو طالبانو ونیوله.

دا ولسوالي تر دې وړاندې لږترلږه ۳ ځلې وسله والو طالبانو د لنډې مودې لپاره نیولې ده.

د شاهین قول اردو سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ سهار مهال د غورماچ ولسوالي امنیتي پوستې ونیولې او د ولسوالي مرکز ته ننوتل.

ویل شوي چې د غورماچ د نیولو پر سر چندان مقاومت نه دی شوی او یوازې دوه تنه ټپیان شوي دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې یو پولیس وژل شوی دی.

سیمې ته کومکي ځواک استول شوی چې طالبان له ولسوالۍ وباسي.

غورماج پخوا په بادغیس ولایت پورې تړلې وه خو د دې لپاره چې هماغه وخت د بادغیس امنیتي وضعیت ښه نه و او په مقابل کې یې د فاریاب امنیت خوندي و، دا ولسوالي یې په فاریاب پورې وتړله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *