ریل ګاډي کې ماته له مخامخ څوکۍ سړی پاڅېد او دا پکې ژر کښېناسته، بلکې د چا خبره ځان یې پکې وغورځاوه. نور مخ یې ښوی و، خو ټنډه یې له کونځو ډکه وه. د نورو لندنیانوغوندې یې نه موبایل په لاس کې و او نه هم کتاب. ځمکې ته یې کتل. خواته یې دوې نورې ښځې ناستې وې، په کینیا کې یې د خپل سفر کیسې کولې.

د شپې ناوخته معمولاً د لندن تر ځمکه لاندې سفر کوونکو ریل ګاډو (ټیوب) کې ډېره ګڼه ګوڼه نه وي. خو د پکاډلي لاین دغه ریل کې له معمول سره سمه ګڼه ګوڼه وه. وجه به یې دا وي چې دغه ریل د هېترو هوايي میدان څلورو، پنځو ټرمېنلونو ته مساپر رسوي. د ښار بلد خلک ټیکسي ته د څلوېښتو، پنځوسو پاونډو پر ځای په درې، څلور پاونډو هوايي ډګر ته همدغه ریل ګاډي کې ځی راځي.

څوکۍ یې ډکې وې، ډېرو پکې زموږ د ملي بس د سپرلیو غوندې په ولاړه سفر کاوه. ګرین پارک تمځي کې یوه لویه ډله سیلانیان، بلکې سیلانیانې ډبې ته راوختلې. چینایانې وې، یا به جاپانیانې وې. خو د اروپایي سیلانیانو برعکس مې یوه هم و نه لیده چې خندلي یې وي.

ټولې داسې جدي، منظمې ولاړې وې تا به ویل کومه اکاډیمکه څېړنه کوي، یا لکچر اوري. یوې به کومه لنډه خبره وکړه نورو به یوازې سرونه وخوځول، د تایید په توګه، یعني ډېر ښه دي وفرمایل!

 مخامخ ناسته ښځه ښايي انګریزه وه، یا به د اروپا د کوم بل ځای وه، خو دا نو له کچې تېره جدي معلومېده.

اروپایانو کې مې هم داسې لږ ولیدل چې دوې ښځې دې پټه خوله سره کښېنې. دا خوارکۍ ښايي غمګینه وه، یا به کوم خارجي ورسره د تابعیت موندلو لپاره واده کړی وي او اوس به یې پرې ایښي وي، یا به له ختیځې اروپا د ډېر معاش په پلمه راوستل شوې وي او دلته به یې…

ښځې ناڅاپه سر راپورته کړ. مخامخ یې راته وکتل. د ټنډې کونځې یې تر غامبورو اوږدې شوې. ګومان مې وکړ، خبرې ته خوله جوړوي. فکر به یې کړی وي، چې راشه! دغه څو شېبې سفر له دغه پردیسي مساپر سره په خندا، خواله تېرې کړه. وروسته یې لاس هم پورته کړ.

بل لور ته مې ذهن لاړ، چې دا اوس سندره شروع کوي که څه بلا… خو ښځې په لاس چینايۍ پېغلوټې پورې وهله چې ځنګونونو پورې یې نښتې ولاړه وه او له خولې یې د سبا، بیګاه ټول خوړلي، څکلي راباد کړل… پر خپلو کالیو مې د رومیانو، کچالو ګانو او ټېپرو ټوټې ولیدې.

One thought on “ملاقات|| نورمحمد سعید”
  1. زموږ دا بې ځايه غېرت ډېرې ستونزې زېږ وي!
    ليکوال:-ضياالرحمن سپين غر
    زموږ ټولنه چې څو لسيزو جنګونو داسې ژوبله کړې چې که څو لسيزې زړه له تله کار وکړو نو يو څه به وشي،خو دا څه کم دوه لسيزي کيږي چې ديو پراخ بنسټه دولت په شتون کې لا زموږ بدمرغۍله تېر وخت نه په توپير او نورو ډولونو پراختيا وموندلې ده.
    زموږ دټولنيزو ستونزو نه يوه هم د اولادونو ترمنځ دتوپير کولو ستونزه ده چې له امله يې موږ زوی ته دلور په پرتله په ښه نظر ګورو او دا په دې مانا چې زوی په پېداېښت سره خوښي ډېره زياته څرګند وو خو دلور په پېدايښت سره بيا هومره خوښ نه يو،خو په دې برخه کې استثناات شته.
    دغه ياده ستونزه خو دومره ده يا نه ،خو بله لويه ستونزه چې په زياته کچه په پښتنو سيمو کې ده هغه په زوی زده کړه کول او په لور نه کول دي چې دا موږ ته يو ډول شرم ښکاري او پرې زده کړه نه کول راته غېرت ښکاري،خو په دې فکر نه کوو چې ددې کارله امله څومره ستونزې موږ ته زېږيږي!!!
    زه منم چې په دې برخه کې ټولنيزې ستونزې شته خو هغه ستونزه چې دمېرمنې زده کړو نه کولو له امله رامنځ ته کيږي له دې زياته ده او زموږ په ټولنه کې هيڅ دزغم او جبران وړ نه ده.
    له بده مرغه موږ خپله خور،لور،مور،مېرمن او نور دکور ښځينه غړي کله چې ناروغه شي نارينه ډاکټر يا روغتيا پال ته نه بيايو خو ولې په مقابل کې په خپل ښځينه غړو زده کړه نه کوو او ښوونځی پرې نه وايو او دا راته يو ډول بې غېرتي ښکاري چې خپله خور او لور ښوونځي ته وليږو،خو بيا دا راته غېرت ښکاري چې خپله خور ،لور او نور په نارينه ډاکټر يا روغتيا پال معاينه کړو!!!
    زموږ په سيمه کې اوس ايله درې يا څلور ښځينه روغتيا پالې ياډاکټرانې شته ،يوه ورځ يو کس وويل:- ولا پلانکۍ ډاکټرې ښې پېسې وګټلې!؟
    ما ورته وويل: ګوره وروره نه به يې ګټې څومره ستونزې او سختې يې ګاللي،اوولس اتلس کاله يې زده کړه کړې او بيا له دې غېر خو ته دغسې وکړه په خپل لور او خور زده کړه وکړه،ښوونځی پرې ووايه او بيا پوهنتون….او ډاکټره يې کړه!
    اسلام يو مبارک او دانسان دهوساينې دين دی او دا چې دا يوه اړتيا ده نو اسلام هم نارينه او ښځينه ته دزده کړو ترلاسه کولو اجازه ورکړې چې په دې باره کې دانسانيت ستر لارښوود(ص)ښکلي حديثونه شتون لري، خو موږ بياداسلام لارښوونو ته غوږ نه ږدو.
    زه وايم که غواړو په خپل لور او خور ښوونځی ووايو نو بايد لږ تر لږه په ځان ډېر تکليف تير کړو ترڅو دټولنيزو ستونزو سره مقابله وکړو نه دا چې ورته تسليم شو او له امله مو خپله خور او لور له زده کړو پاتې او په راتلونکې کې بيا دښځينه ډاکټرانو دنشتوالي سره مخ او خپله په لويه ستونزه کې راګير شو.
    که مو داسې ونه کړل او دغه بې ځايه غېرت مو وکړ نو تل به له ستونزو سره لاس او ګريوان او ژوند به مو له ستونزو ډک وي.
    نو هيله ده چې په خپلو نارينه اولادونو په څېر په ښځينه اولادونو هم د زده کړو لارې چارې برابرې او دشته ټولنيزو ناخوالو او ستونزو سره مقابله وکړواو خپلې موخې ته ځان ورسو ،څو اولادونه مو دښه ژوند څښتنان،دټولنې ستونزې مو حل او په پای کې نېکمرغي مو په برخه شي.
    په همدې هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *