تاند- د جنرال دوستم د ملي غورځنګ یو غړی او په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازی عظیم قویاش ادعا کوي چې له ارګ سره په دې خبرې روانې دي چې دوستم ته د ولسمشر د لومړي مرستیال واک بېرته ورکړای شي.

قویاش وايي چې تراوسه پورې د خبرو له نتیجو راضي دی.

ده ونه ویل چې د دوستم د واک د بېرته ادعاده کېدو په اړه د دوی له لوري څوک له ارګ سره خبرې کوي.

ارګ هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرپل سناتور په عین حال کې وویل چې تراوسه پورې د خبرو په نتیجه کې د جنرال دوستم غوښتنې منل شوي نه دي.

خو که تایید شي چې د ارګ او دوستم ترمنځ خبرې کېږي او نتیجه ورکړي، ممکن هغه ايتلاف وشړېږي چې په وروستیو کې دوستم، محقق او عطا نور د ترکیې په انقرې کې پرې سلا کړې وه.

سناتور قویاش وايي، که بیا افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ مخه ونیول شوه، ملیونونه خلک به د حکومت پر ضد مظاهرې وکړي او په نتیجه کې به یې د ملي یووالي حکومت وپرزي.

تېره میاشت له ترکیې څخه د مزارشریف هوايي ډګر ته د یوې الوتکې، چې دوستم پکې سپور و، د راتګ مخه ونیول شوه.

خو هماغه مهال د دوستم ویندویانو دا خبره رد کړه چې ګنې په الوتکه کې دوستم سپور و.

پر جنرال دوستم تور دی چې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي یې ځورولی دی. د ده دوسیه څارنوالۍ بشپړه کړې او محکمې ته یې سپارلې ده.

نړیوالې ټولنې د افغانستان له حکومته د دې دوسیې د جدي تعقیب غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *