نېټه:۱۳۹۶ـ۵ـ۱۹

کليوال ملګري ټولنې اونيزه ۱۲۴مه غونډه د بابړې شهيدانو ويرغونډې ته ځانګړې کړې وه، ويندويي چارې ښاغلي مرتضی وردګ په غاړه وې، عبدالباري حميدي د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل کړه.

په پيل کې د کليوال ملګري ټولنې ریس انعام الله ګوهر خبرې وکړې، نوموړي د بابړې په دښته کې د پښتنو قتل عام وحشت وبلل، نوموړي په خبرو کې وويل څنګه چې زموږ کلتور، زموږ ژبه او دين ګډ دی، همداسې مو دردونه، غمونه او ويرونه هم سره شريک دي، له تاريخ نه خبراوی ددې لپاره مهم دی، چې موږ د ظالم او مظلوم په اړه قضاوت وکړای شو، د خپل ژوند د بدلون او تغير لپاره هڅې وکړو، د پېښور چارسده بابړې دښته کې د سلګونو بې دفاع وګړو شهادت  هغه تراژيدي ده، تر څو چې بشر وي، تر هغو پورې به ددغه ډول وحشي پېښو او وحشتونو په اړه راتلونکو نسلونو ته خپل مالومات وړاندې کوي، چې د پاکستان وحشي فوځ په يوه ورځ په سلګونو محکوم افغانان په شهادت ورسول، که څه هم موږ له هماغه ورځې بیا تر ننه پورې ددغه ډول وحشتونو قرباني يوو، په محکوم پښتونخوا، محکوم بلوچستان کې د دښمن بې درېغه وحشتونه او ستمونه روان دي، موږ يې لا په ملا خم کړي نه يوو، خو دغه حالت ته باید تغير ورکړل شو، د تاريخ له دې څپرکي موږ باید عبرت واخلو او د خپلو وروڼو د خپلولو او يو موټي کولو لپاره هڅې او هاند وکړو.

په مورنۍ خاوره کې د لوی افغانستان تحريک ريس جميل وقار پاکستان لومړنی هيواد وباله، چې د مدنيت او پرمختګ ضد دی، پاکستان نه غواړي، چې افغانان سره متحد شي، نوموړي د بابړې شهيدانو ته په اشارې سره وويل، چې پاکستان فوځيانو او د پرنګيانو د موخو پلي کوونکو نهه شپېته کاله وړاندې د پېښور چارسده بابړه دښته کې د قيوم خان کشميري په امر په لاریونوالو ډزې وشوې، هر هغو پاکستاني ملېشو او فوځيانو په لاریونوالو ډزې وکړې، تر څو چې يې د ټوپکونو مرمۍ ورخلاصي شوې، له هغه وروسته يې روغتونونو ته امر وکړ، چې ټپيانو درملنه ونه کړي او د شهيدانو له کورنيو د پير شویو مرميو لګښتونه واخيستل.

جميل وقار په يو موټيتوب او يووالي ټينګار وکړ، نوموړي وويل تر کومه چې زموږ تر منځ فاصلې او د بېلتون کرښې ايجاد وې، تر هغو به موږ د يو او بل درد ژر حس کولی نه شو، ددغه ټولو ستونزو د حل يواځينۍ لاره د لوی افغانستان منځ ته راتلل دي، تر څو د محکومې پښتونخوا وګړي په ارامۍ سره د امن سا واخلي  او ورسره جوخت به په افغانستان کې د سولې شين څراغ هم روښانه شي، ځکه پاکستان تل په قبايلي سیمو او پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد وسله وال روزي، تر څو د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت لپاره فشار زيات کړي، خو پاکستان به هيڅ کله دغه ارمان پوره نه شي، ځکه دغه کرښه د ولسونو ترمنځ ده  او ولسونه په اسانۍ سره ددغه ټپ درملنه کولی شي.

د کليوال ملګري ټولنې غړي  او د لوی افغانستان تحريک د سیمه ايزو اړيکو مسوول مجيد ژړاند بیا د پاکستان منځ ته راتګ د انګريز ښکېلاکي رژيم يوه دسيسه وه، تر څو دوی د پاکستان په مټ له افغانانو د خپلې ماتې غچ واخلي، د ډيورنډ فرضي کرښه چې هيڅ ډول قانوني حثيت نه لري، د همدې جلا شوې برخې په ټپونو مالګين ټکور کېږدي او د بېلتون لپار هڅې ګړندۍ کړو، نن چې موږ د بابړې په وير د ټولنې په دفتر کې سره راټول شوي يوو، موخه مو له همدې غونډې څخه داده، چې زه يواځې په مورنۍ خاوره کې د دښمن د ناوک ښکار نه يم، بلکې له نن څخه کلونه مخکې زموږ په محکومه پښتونخوا کې د همدې سامراجي دښمن له لاسه زموږ مشرانو ښه ورځ ليدلې نه ده، په ۱۹۴۸زېږديز کال د پېښور چارسدې اړوند د بابړې په دښته کې په زرګونو خدايي خدمتګاران راټول شوي وو، چې د نوي زېږېدلي پاکستان څخه يې د خپلو بنديانو د ازادۍ غوښتنه کوله، چې هغه مهال فخرافغان باچاخان، ډاکتر خان صاحب، قاضي عطاوالله، ارباب غبدلغفور او نور خدايي خدمتګاران د سامراجي ادارې په زندان کې و، لاريونوالو د خپلو ملګرو د راخوشي کولو لپاره د مدنيت غږ پورته کړ، خو پاکستاني وحشي لښکرو د مدنيت دغه غښتلی غږ په وحشیانه ډزو سره غلی کړ او په سلګونو خدايي خدمتګاران په شهادت ورسېدل.

نوموړي په خبره د شهيد له هرې کورنۍ څخه ۱۱۹۵ روپۍ د مرميو لګښت واخيست او روغتونو ته يې امر وکړ، چې د خدايي خدمتګارانو د ټپيانو درملنه ونه کړي، د پېښ،ر حاکم قيوم خان کشميري په امر په لاریونوالو تر هغو مرمۍ چلېدې، ترڅو چې د دښمن په ټوپکونو کې مرمۍ خلاصي شوې.

دغه وحشت نن هم په محکومه پښتونخوا کې روان دی، پاکستان د تروریستانو په نوم پښتانه مشران په نښه کوي، هغه مشران يا د ترهګر او يا هم د ترهګرو په نوم وژني، چې د لوی افغانستان د جوړېدو ارمان لري، دوی تل هلته خپله وحشيانه پاليسي پر مخ وړې ده، همدارنګه په مورنۍ خاوره کې هم  مړستونونه زموږ په جسدونو ډک شول، هره شېبه مو جنازو ته اوږې ورکړې وې او د مړستون په لوري قدمونه اخلو، د لر او بر افغانانو دښمن پنجاب دی او پنجاب د انګريزي ښکېلاګرو په لارښوونه افغانان په شهادت رسوي.

د کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړي او د لوی افغانستان تحريک د مطبوعاتو د برخې مسوول حبیب الرحمن هم د پاکستان وحشتونه وغندل، نوموړي د بابړې شهيدانو ترڅنګ، د ټکر، هاتي خېلو، باچاخان پوهنتون باندې بريد، په ښوونځيو بريدونه د محکوم بلوچستان په کوېټه کې روغتون باندې تر سره شوي بريدونه د سامراجي استخباراتي شبکې کړنې يادې کړې او دغه پېښې د ځنځير د کړيو په څېر هر وخت يوه، يوه کړۍ زياتېدای شي، نوموړي يې حل لاره د لوی او واحد افغانستان رامنځ ته کېدل وبلل، تر څو پنجاب په خپلو شومو موخو کې ناکام او د خپلو نارواوو پاداش وويني. 

نبي الله امېل دغه ډول غونډې د لر او بر افغانانو په ټپونو د مرهمونو ايښودل دي، موږ که غواړو، چې د دښمن موخې شنډې کړو، نو باید سره متحد شو، د يو بل په غم اوښکې تويي کړو او ددې غمونو څخه د خلاصون لاره پيدا کړو.

په غزني کې د ځوانانو امريت امر عبدالاحد مرجانخېل هم د غونډې په اړه خپل نظر څرګند کړ، دوی دغه ډول غونډې د يووالي او  يو موټيتوب لپاره اغېزمنې وبللې او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې به تل د کليوال ملګري ټولنې په اونيزو غونډو کې برخه اخلي.

د غونډې په وروستيو کې قاضي حبيب الله حبيبي دريځ ته وبلل شو او د بابړې شهيدانو سپېڅلې روح ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *