اوس له دغه ولايته تر بادغيسه، طالبان تارياک لېږدوي

تېر کال د بلخ په څو ولسواليو کې پر دوه زره او دوه سوه هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرکېلې کچه څلور چنده زياته شوې او اوس د بلخ تر اته زره هکټاره پر زياته ځمکه د کوکنارو بوټي زرغونه دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په دې وروستيو کې له بېلابېلو سيمو د کوکنارو او نورو نشه‌يي موادو قاچاقبر بلخ ته رسېدلي او د دغه ولايت چهاربولک او چمتال ولسوالۍ يې نيولې دي.

دغه دواړه ولسوالۍ د بلخ تر ټولو ناامنه ولسوالۍ دي او تر ټولو زيات کوکنار هم په همدې دوو ولسواليو کې کرل کېږي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر چمتال او چهاربولک وروسته د بلخ، دولت اباد، شولګر، زارع، کشنده او بلخ ولسوالۍ يو په بل پسې ناامنه ولسوالۍ دي چې ناامنيو يې د کوکنارو کرکېلې ته زمينه برابره کړې ده.

اوس په دغه ولايت کې د تارياکو زيات قاچاق يا په خپله طالبان کوي او يا هغه قاچاقبر دي چې له طالبانو سره يې ګټې شريکې او ګوتې پټې دي.

د چمتال يوه قومي مخور حاجي پېروز سرخط ته وويل چې سږ کال يې په ولسوالۍ کې تر بل هر کال د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

دی وايي، د کوکنارو د کښت له ډېرېدو سره يې ولسوالۍ ته نابلده طالبان او پردي قاچاقبر هم ورغلي او د ولسوالۍ زياته سيمه اوس د دغو خلکو په ولکه کې ده.

هاخوا بيا د چهاربولک اوسېدونکی تېمور وايي، د دوی د ولسوالي زياتې سيمې هم د چمتال په برخليک اخته شوې او دا مهال پرې له بېلابېلو سيمو د هېروينو او نورو نشه‌يي توکو قاچاقبرو هجوم وروړ دی.

تېمور وايي، ځينو قاچاقبرو له طالبانو سره لار يوه کړې او ځينې طالبان بيا قاچاقبر هم دي او دا مهال په سيمه کې د کوکنارو په حاصلاتو راټولولو بوخت دي.

په دغو دواړو ولسواليو کې طالبانو او قاچاقبرو د سيمې ځوانان د پيسو په بدل کې د ځان ملګري کړي دي او هغوی ورته له کليو او بانډو څخه کوکنار راټولوي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په چمتال او چهاربولک کې قاچاقبر او طالبان ځوانانو ته له کروندو څخه د يو کيلو کوکنارو د راټولولو په سر دوه سوه افغانۍ ورکوي او پرېمانه ځوانانو اوس دغه کار ته مخه کړې ده.

هغه ځوانان چې له نورو ولسواليو څخه قاچاقبرو ته کوکنار راوړي، هغوی ته بيا د ولسوالۍ امنيت او لېرې‌والي ته په کتو د کيلو په سر زياته مزدوري ورکول کېږي.

چهاربولک او چتمال ته د قاچاقبرو او طالبانو ورتګ او په دغه سيمه کې د کوکنارو په کاروبار کې د ځوانانو شرکېدل د دې لامل شوي چې دغه دواړه ولسوالۍ ورځ تر بلې ناامنه کېږي او د حکومت واک ورباندې کمېږي.

اوس حتا هغه ځوانان چې د يو کيلو کوکنارو د وړلو په سر دوه سوه افغانۍ اخلي، هم نه غواړي چې يا له سرتېرو سره مرسته وکړي، يا ورڅخه حکومت د تارياکو قاچاقبر او طالبان وشړي، ځکه ګټې يې ورسره خوندي دي.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په دغو ولسواليو کې قاچاقبر تارياک راغونډوي او بيا يې تر هراته پورې طالبان رسوي.

طالب وسله‌وال چې ځينې مشران يې قاچاقبر هم دي، د بلخ تارياک جوزجان، له هغه ځايه سرپل او فارياب، له هغه ځايه بادغيس او بيا هرات ته په غرنيو لارو لېږدوي.

د غرنيو لارو دغه کمربند د طالبانو په لاس کې دی.

يوه اندازه تارياک بيا له بلخ څخه کندوز، له هغه ځايه تاجکستان او د منځنۍ اسيا نورو هېوادو پسې لېږدول کېږي.

په بلخ کې د خط‌نو په نوم د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر عبدالقدير مصباح وايي، د تېر کاله په پرتله سږ کال په بلخ کې څلور چنده زيات کوکنار کرل شوي دي.

دی وايي، اټکل کېږي چې د بلخ تر اته زره هکټاره پر زياته ځمکه له کرل شويو کوکنارو څخه به درې سوه او شپږدېرش ټنه حاصل ټول شي.

د مصباح په خبره، شک نه‌شته چې د کوکنارو د کښت له زياتېدو سره به ناامنۍ ډېرې شي، وسله‌وال به له نورو سيمو بلخ ته مخه کړي، قاچاقبر او وسلې به سيمې ته راشي او بده لا دا چې ځوانان به په غرقو نشو روږدي شي.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا وايي، کوکنار هومره ډېر نه دي کرل شوي، څومره چې ادعا کېږي.

دی دا نه مني چې د بلخ تر اته زره هکټاره پر زياته ځمکه دې کوکنار کرل شوي وي، خو دا بيا مني چې په شپږو ولسواليو کې کروندګرو پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *