د لوګر ولایت د ولایتي شورا او کرنې ریاست اداري تعمیر لپاره د( ۲۸۱۵۵۲۹۷) اته ویشت میلونه او یو لک پنځه پنځوس زره او دوه سوه اوو نوي، افغانیو په لګښت دوه ودانیو د بنسټ ډبره کیښودل شوه .
(زمری ــ ۲۴) د یادې ودانیو د بنسټ ډبرې ایښودلو په مراسېمو کې لوګر والي محمد حلیم فدایي ، امنیه قوماندان عصمت الله علیزی د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت د یادې شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي او د ملکي او دولتي ادارو رئیسانو ګډون کړی وو
د ولایتي شورا د ودانۍ د جوړېدو چارې د زمریال ساختماني شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي چې د ازادې داوطلبۍ له لارې د( ۱۳.۳۰۷۱۰۷ )افغانیو په لګښت به د یو کال په جریان کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې لمړي پوړ کې یې د خوړنځي سربیره ،پخلنځی ،ګدام ،اداري خونه ،تشنابونه او په دویم پوړ کې یې د چای خونه او د دریو دفتري خونو په ګډون د ریاست ،معاونیت او سکرتریت لپاره خونې شامل دي.
د لوګر ولایت کرنې ریاست د اداري تعمیر لپاره د( ۱۴۸۴۸۱۹۰ )څوارلس میلونه او څلور اتیا لک او اته زره یو سل او نوي، افغانیو په لګښت د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
یاده ودانۍ د بشیر لودین ساختماني شرکت لخواه جوړیږي چې( ۲۰) خونې ، احاطوي دیوال ،ګدام ،محافظوي اطاق او یو حلقه د څښلو اوبو څاه په کې شامل دي او په شپږ میاشتو کې به جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي چې له دې سره به د لوګر ولایت ټولو بزګرانو او مالدارانو ته موثر او پروخت خدمت وړاندې شي.
لوګر ولایت ویاند
میرحیدر سیلاب