تاند- د افغانستان عدلي او قضايي مرکز، د اداري فساد د لویو جرمونو د غور ابتدايي محکمې د داوي ګروپ مشر غفار داوي او د نوموړي تجارتي شریک محمد اصغرغیاثي په ۹ کاله او ۹ میاشتې بند او دواړه په ټولټال ۳۸ ملیون ډالره جریمه محکوم کړل.

د افغانستان سترې محکمې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر په اتمه د کابل بانک پوروړی بللی و او نوموړی په دې تورن کړی و چې د بانګ څه باندې ۳۷ ملیون ډالره یې تروړلي دي.

محکمې داوي او غیاثي د سې شنبې په ورځ د غدارۍ، له دولتي کارکوونکو سره په چلول، د اسنادو په جعل او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور محکوم کړي دي.

محکمې همداراز د ترانسپورت وزارت پخوانی مرستیال راز محمد علمي د وظیفوي غفلت په جرم په ۶ میاشتې بند او ۳ زره ډالره جریمه محکوم کړ.

د ترانسپورت وزارت بل پخوانی مرستیال عبدالرزاق زلالی هم له خپلې دندې څخه په ناوړه استفادې په ۵ کاله بند او ۳ زره ډالره جریمه محکوم شو.

د اداري فساد د لویو جرمونو د غور ابتدايي محکمې دوه تنه نور په ۶ میاشتې بند محکوم کړي دي.

One thought on “د اداري فساد ابتدايي محکمې څو تنه محکوم کړل”
  1. دا د دولت یو په زړه پوری اقدام دی او الله پاک دی وکړی چی دا ټول خاینین محاکمه شی
    زنده اباد ستره محکمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *