ارشیف، بلک هاک

تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ چې افغانستان ته به د بلک هاوک جنګي هیلي کوپترو لومړۍ جوپه په سپټمبر میاشت کې ورکړای شي.

غوڅ ملاتړ ماموریت په خپله فېسبوکپاڼه کې پرون /اګست۱۵/ لیکلي چې لومړنۍ بلک هاوک هیلي کوپتر اوس د ازموینې لپاره تیاره شوې او څلور نورې څرخکې به د سپټمبر د میاشتې تر پایه د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

مخکې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي و چې د بلک هاوک څرخکو لپاره د افغان پېلوټانو د روزنې په خاطر به تر اکتوبر میاشتې پورې یو شمېر دا ډول روزنیز هیلي کوپترونه افغانستان ته راوړل شي.

وروسته له دې چې د امریکا کانګریس د افغان هوایي ځواک لپاره د روسي هیلي کوپترو د پېرلو مخه ونیوله، امریکا پرېکړه وکړه چې افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو سمبال کړي. په دې لړ کې تراوسه یو شمېر سوپر توکانو وړې جنګې الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته سپارل شوي دي او اوس ټاکل شوې چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ټولټال ۱۵۹ بلک هاوک څرخکې ورکړي.

په یو نیم کال کې به د افغانستان هوايي ځواک ته ۵۳ بلک هاواک څرخکې ورکړای شي.د دغو او نورو جنګي الوتکو لپاره په امریکا کې تر ۱۰۰ ډېر پېلوټان تر روزنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، پینتاګون غواړي چې د افغانستان هوايي ځواک ته ۳۰ کایوس واریر څرخکې، ۶ نورې سوپرتوکانو الوتکې او ۵ اي سي ۲۰۸ الوتکې وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *