زیرک یوسفي||

ډيری مهال کله چې په دې وروستيو کلونو کې د استقلال د نمانځنې موضوع رامنځته کيږي، نو ځينې هيوادوال په افغانستان کې موجوده شرايط  او اوسنی حالت په آګاهانه او نا آګاهانه توګه دليل راوړي او هڅه کوي چې خلک د استقلال او آزادۍ د ورځې له نمانځلو څخه منع کړي. لکه څنګه چې پورته يادوونه وشوه ځينې سهواً او ځينې بيا په قصدي توګه غواړي د افغانانو افتخارات او وياړونه تر پوښتنې لاندې راولي.  هغوی چې غواړي د خلکو په ذهنونو کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په اړه شک او شبهات راوټوکوي درې ډلې دي:

لومړۍ ډله هغه کسان دي چې د پرديو په اشاره او لمسون او د تعصب او بدبينۍ له امله افغاني تاريخ جعلي ګڼي، استقلال او د امان الله خان او د نورو ورسره مجاهدينو او غازيانو د آزادۍ مبارزه ناسمه ورته ښکاري، د غازي امان الله خان ټولې کړنې او اصلاحات په مطلقه توګه ردوي او پر وړاندې يې بيا د هغو ملاتړ کوي چې امان الله خان يې له واکه ګوښه کيدو ته مجبورکړ.  پټه دې نه وي چې دغه ډول خلک نه يوازې استقلال بلکې د تير درې سوه کلن تاريخ، د افغانستان له نوم او ټولو اړونده تاريخي ارزښتونو سره ستونزه لري.

دويمه ډله خلک بيا هغه خلک دي چې د هيواد اوسنيو شرايطو ته په پام سره ورته افغانستان اوسمهال آزاد او مستقل نه ښکاري او فکر کوي چې په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په هيواد کې شتون لري نو څنګه کولای شو استقلال ونمانځو؟  دا کسان هيروي چې موږ د ۱۹۱۹ کال د آزادۍ او د خپلو نيکونو مبارزه او سوبه نمانځو،  نه اوسنی حالت او دا چې ولې دغه سوبې ته اهميت ورکوو دلايل يې د ليکنې په وروستيو برخو کې ذکر کوو.

دريمه ډله هغه کسان دي چې ځانونه دين ته منسوب بولي، امان الله خان يو سيکولر او له دين څخه وتلی شخص ورته ښکاري، د هغه ټول اصلاحات په مطلقه توګه ردوي، ټول د دين پر ضد بولي او له همدې امله څرنګه چې استقلال د امان الله خان له نوم سره يوځای ياديږي،  د استقلال د ورځې نمانځلو ته زړه نه ښه کوي او د دې ورځې په رانږدې کيدو سره ديني او شرعي بحثونه مطرح کوي او بې اتفاقۍ ته لمن وهي. دا خبره بايد څرګنده کړو چې د امان الله خان ځينې اصلاحاتو له شرعي پلوه ستونزې درلودلې خو آيا موږ مکلف يو چې د يوې غير شرعي کړنې له امله د يو انسان ټول سم او شرعي کارونه هم رد کړو، آيا د غلامۍ(مينځې او مرييتوب) له منځه وړل ناروا دي؟ آيا خلک زده کړې او سبق لوستلو ته هڅول ناروا دي؟  آيا د قانون جوړول، د يو پربل د برترۍ له منځه وړل، ترقۍ او پرمختګ ته لاره هوارول، د غربت او بيوزلۍ د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات ترسره کول،  افغانان د نړۍ له نورو ملتونو سره د سيال کولو هڅې او نور په سلګونه اصلاحات ناروا دي؟ دلته بايد له عدالت څخه کار واخيستل شي، سم ته سم او ناسم ته ناسم وويل شي.  تاريخ ثابته کړې ده چې ځينې تورونه خو لا په هماغه وخت کې انګريزانو د خپلو جاسوسانو په واسطه پر امان الله خان لګولي و ترڅو يې پر وړاندې د خلکو ديني احساسات راوپاروي.  دغه ډول خلک اوس هم د هماغه پخوانيو تبليغاتي او استخباراتي افواهاتو ښکار دي. سربيره پر دې، په دې هيواد کې تل ملت او عامو خلکو د هيواد آزادي او استقلال ګټلی، غزا او جهاد يې کړی او قرباني يې ورکړې نو د يو شخص د اعمالو لپاره د ټول ملت وياړ تر پښو لاندې کول منطقي نه ښکاري.

بله مهمه موضوع دا ده چې په ننۍ نړۍ او معاصره دوره کې د خپلواکۍ واقعي تعریف تت او مغشوش دی آن که و وایو چې په نړۍ کې به داسې کوم هیواد شتون ونلري چې مطلقه خپلواکي دې ولري، ځکه تر ټولو ستر هیوادونه هم  له سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او تکنالوژیکي پلوه تر یوبله تړلي دي او سره له دې هم خپل استقلال او خپلواکي او ملي ورځې په شور او شوق سره نمانځي او د ملي ورځو او خپلواکۍ، د بریالیتوبونو، سوبو، فتوحاتو، کارنامو، زړورتیاوو، میړانو او سرښندونو نمانځل ورته وياړ او د هيوادنۍ مينې يو لوی اصل ښکاري، یو بل ته یې مبارکي واي او خوښي څرګندوي.

د خپلواکۍ، آزادۍ او د تاريخي ملي ورځو نمانځل د لاندې دلايلو په پام کې نيولو سره له لوی ارزښت او اهميت څخه برخمن دي:

لومړی، د خپلواکۍ د ورځ نمانځل دې ته لاره هواروي ترڅو د دې هيواد وياړلی ملت له خپلو تاریخي پیښو څخه خبر او پوهاوی  ترلاسه کړي. څرګنده خبره ده چې پر تاريخي وقايعو بحثونه، ويناوې، څيړنې او ارزونې د خپلواکۍ د نمانځنې يوه مهمه او غوښنه برخه جوړوي.  په اوسني عصر کې د رسنيو پرمختګ د دې لامل شوی چې دا بحثونه هرچا ته که په ښار او کلي کې وي رسيږي او آن هغه افغانان چې له هيواده بهر ژوند کوي ورڅخه ګټه اخيستلای شي. له پخوانيو وقايعو څخه خبراوې په طبيعي توګه دوه ګټې لري، له ناسمو څخه پند او عبرت اخيستل او له بيا تکرار څخه يې مخنيوی او پر ښو او مثبتو وياړ او افتخار کول.

دوهم، نمانځنې، جشنونه جوړول او په رسمي او نارسمي بڼه د آزادۍ د ورځې درناوی او قدرداني د استقلال، خپلواکۍ او آزاداۍ پر مفهوم د پوهیدنې لپاره لاره هواروي. که چيرې د آزادۍ او خپلواکۍ په نوم کومه ورځ ځانګړې شوي نه وي، کيدای شي د نورو ډيرو بوختياوو له امله په خلکو کې دا احساس کم او يا له منځه ولاړ شي. که د هيوادونو او ملتونو موجوده حالت له ستونزو ډک وي او لکه څنګه چې ځينې يې ادعا کوي خپلواکي تر پوښتنې لاندې وي، نو آيا بايد خلک همداسې لاس تر زنې کيني او آن د مشرانو او نیکونو د سرښندنو او ویاړونو  یاد هم تازه نکړي؟

دريم، د خپلواکۍ ورځ نمانځل د هغو ميړنيو نمانځل دي چې په خپل وخت کې يې مبارزه کړې، قرباني يې ورکړې او هيواد يې له ښکيلاک او زبیښاکه ژغورلی. که اوسني شرايط ستونزمن شوي او خپلواکي يې تر پوښتنې لاندې راوستلې، مسؤليت او ګناه يې زما او ستا ده، نو ولې بايد د خپلو کړنو له امله د هغوی نمانځنه پريږدو چې په خپل وخت يې خپل مسؤليت په سمه توګه ادا کړی دی؟

څلورم، يو ملت هغه وخت د خپلواکۍ او آزادۍ خوبونه ليدلای شي چې  د خپل هيواد او خاورې سره مينه ولري او پرته له شکه چې د ملي ورځو نمانځل، د پخوانيو اتلوليو، سرښندنو ياد تازه کوي له هیواد سره د مینې ولولې بیا بیا رازرغونوي او په ځوانو زړونو کې له وطن څخه د دفاع او ساتنې مينه او احساسات راټوکوي.  بې توپيره پاتې کيدل دغه مينه له منځه وړي او د هيواد د ساتنې احساس له زړونو وباسي.

پنځم، په نمانځنو او جشنونو نيولو سره د راتلونکې لپاره خلک د استقلال او خپلواکۍ د غوښتنو جوګه کیږي او د خلکو په زړونو او ذهنونو کې چمتو والی رامنځته کیږي.

شپږم، دغه راز که چیرې د خپلواکۍ په اړه شکوک او شبهات هم شتون ولري نو خلک واقعي خپلواکۍ ته متوجه کیږي او ملي احساسات لا پیاوړي کیږي او په پايله کې يې مبارزې ته لاره هواريږي.

اوم، په ورته وخت کې تاریخي ارزښتونه بیا راژوندي کیږي او د ارزښتونو پر بنسټ ملي ګټو سره د وفا عواطف په غورځنګ راځي. له تیري، نیواک، ښکیلاک، اشغال، پردۍ پالنې سره حساسیت او کرکه رامنځته کیږي او که چیرې دغه ډول حالتونه شتون هم ولري نو مزل او موده یې رالنډیږي.

له همدې امله ټولو افغانانو ته د هیواد د خپلواکۍ ۹۸ کلیزې د رارسیدو له امله مبارکي وایم او له ټولو څخه غوښتنه کوم، چې هیڅکله دغه ارزښت د پورته موضوعاتو  او د مؤقتي او لنډمهالو سیاسي، پوځي او اقتصادي حالاتو په پام کې نیولو سره  له پوښتنو سره مخامخ نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *