په ماشومتوب کې مې يوازې د مرګ کلیمه اورېدله، په مانا يې نه پوهېدم، په اورېدلومې په ذهن کې د کوم شي تصويرنه انځورېده، زربه مې له ذهن څخه تېرشو، ياخوبه مې نه غوښتل چې پوه شم، يا به خپلو لوبونه پرېښودم اوياخوبه مې ذهن په دې کلیمې د پوهېدو وس نه درلود. خو اوس…کله چې د مرګ کلیمه اورم، په ذهن کې مې بلاتصويرونه کتارشي، څوک په وينوکې ککړپروت وي، د چاسر او پښه نه وي، هلته له سرو لمبو، څوک په چيغو راووځي…لمبې ترې چاپېره وي، چيغې وهي…يودم په ځمکه پرېوځي…نوربې حرکته وي، ورو ورو سرې لمبې په تورو لوګيو بدلې شي، هاخوا له تورو لوګيوسپين لاس راوتی وي…حرکت نه لري، ورو ورو توريږي، په همدې کې مې د يوچاچيغه ولړزوي…په مغزوکې مې له کړنګ سره تصوير نوی شي… يوڅوک پروت وي، سرته يې يوه ښځه ناسته وي، ښځه لږه شېبه غلې وي، خويو دم لوړه چيغه له خولې وباسي…
مخته د پروت سړي په سينه منګولې خښې کړي، په چيغو چيغو وژاړي، خوسړی هېڅ حرکت نه کوي، ښځه غلې شي…
بېرته خپل لاسونه راټول کړي، منګولې يې په وينوسرې وي، ترڅنګ يې کوچنی ماشوم ناست وي، غلی ښکاري خوحيران حيران خپلې مورته وګوري، بېرته سترګې لاندې خپل پلار ته سيخې کړي، پلار يې ورته په خندا نه شي، نه سترګې خلاصې کړي اونه خوله، او نه ورڅخه د((بچيه)) غږ واوري،خو ترډېره ځنډه يې ورته سترګې نيولې وي، ګوندې خپلې سترګې خلاصې کړي…موسکی شي اوخوله يې وخوځېږي. خو نه! کله داسې کېږي چې يوڅوک دې له مرګه وروسته بېرته په دې دنياسترګې خلاصې کړي، موسکی شي اوخوله وخوځوي. ماشوم ته ترډېرځند سوچ وکړم، وروسته له ځانه سره ووايم: ـــ هو! د مرګ کلیمه ډېره ګرانه ده، د دې کوچني ذهن يې د پوهېدلو وس اوتوان نلري.