تاند- سربیا د چهارشنبې په ورځ د هغه افغان ماشوم کورنۍ ته د پناه ورکولو وړاندیز وکړ چې په کوچني پیکاسو مشهور شوی دی.

د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، د سربیا د ولسمشر دفتر وویل چې د لس کلن فرهاد نوري کورنۍ ته د دغه ماشوم د هنري استعداد په خاطر د سربیا هیواد تابعیت ډالۍ کوي.

فرهاد نوري له خپل مور و پلار او دوو کشرو وروڼو سره د بلګراد د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې اوسي. په دې موده کې چې دوی په دغه کمپ کې اوسي د فرهاد نوري له لوري د نړۍ د مشهورو شخصیتونو انځورونو نه یوازې د سربیا بلکې د نړۍ د نورو هیوادونو د رسنیو پام هم ځان ته اړولی دی.

د سربیا ولسمشر الکساندر فوچیچ نن /چهارشنبه/ فرهاد او کورنۍ یې د کتنې بلنه ورکړه. د کتنې په مهال ولسمشر فوچیچ د فرهاد کورنۍ ته د سربیا د تابعیت ورکولو او د نوموړي پلار ته د کار ورکولو ژمنه وکړه.

د سربیا ولسمشر ښاغلي فوچیچ، فرهاد او کورنۍ ته یې وویل«موږ به وویاړو چې که تاسو زموږ د هیواد د تابعیت منلو وړاندیز ومنئ.»

فرهاد مخکې ویلي چې هیله لري سویس ته لاړ شي او همالته د انځورګرۍ په برخه کې زده کړې وکړي.

د سربیا د پناه غوښتونکو په کمپونو کې نژدې ۴۵۰۰ تنه اوسي او اکثره غواړي چې لوېدیځې اروپا ته لاړ شي.

فرهاد نوري تېره اوونۍ د خپلو انځورونو لومړنی نندارتون په بلګراد کې جوړ کړ چې پیسې یې د سربیا د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو ته ډالۍ کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *