تاند- ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې وویل چې له تروریزم سره د پاکستان مبارزه دې د درېمګړي هیواد له لوري وڅارل شي.

افغانستان له تروریزم سره د پاکستان پر مبارزې شکمن دی او باور لري چې پاکستان یوازې هغه ترهګر ځپي چې د پاکستان د ملي ګټو خلاف دي او د هغو نورو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ورانی کوي.

ولسمشر غني همداراز د افغانستان او پاکستان د تېرو موافقو په تېره بیا د لندن د درې اړوخیزې موافقې د عملي کېدا غوښتنه وکړه.

مېرمن جنجوعه، چې عملاً د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره ده، ظاهراً کابل ته له دې پیغام سره راغلې وه چې نور پاکستان د تروریستي ډلو په منځ کې تفکیک نه کوي خو د افغانستان ولسمشر ورته وویل چې پاکستان دې د یوه درېمګړي هیواد د څارنې په وړاندې د تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.

په افغانستان کې دا شک زیات کېږي چې پاکستان له دې وېرې چې د امریکا نوې تر کار لاندې ستراتیژي به د پاکستان په تاوان جوړه شي، نو هڅه کوي چې داسې وښيي چې ګواکي نور یې خپله پالیسي بدله کړې او د ترهګرو ملاتړ یې بس کړی دی.

د ارګ د سرچینو له مخې، د افغانستان ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان پر ختیځو پولو توغندويي بریدونه پای ته ورسوي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د مېرمن جنجوعې له سفره وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دواړو هیوادونو په خپل منخ کې پر همکاریو او د تروریزم پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی او ترهګري یې د دواړو ګډه ستونزه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اغلې جنجوعه د افغانستان له بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري نو پکار ده چې پر باورې سیاسي حللارې تمرکز وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *