تاند- د هرات ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ملا هیبة الله او ملا رسول د وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دا نښته تېره شپه په شینډنډ ولسوالي کې وشوه.
د جیلاني فرهاد په وینا د هیبة الله د ډلې مشري قوماندان ملا صمد کوي او د ملارسول د ډلې مشري د ملا ننګیالي په غاړه ده.
د هرات د والي ویندوی وايي چې د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ نښتې د شینډنډ په بخت اباد سیمه کې څو ساعته دوام وکړ.
د فرهاد په وینا په دې نښته کې د ملا رسول د قوماندان ملا ننګیالي او د هیبة الله د قوماندان ملا صمد ۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
همداراز ویل شوي چې د دوو ډلو ترمنځ د جګړې له کبله سلګونه کورنۍ مجبوره شوي چې له سیمې ووځي.
د هرات د والي ویندوی وايي چې په سیمه کې د امنیت او د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته په ځای کولو لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د شینډنډ په شمول د هرات په نورو برخو او همداراز په بادغیس او غور کې په ځلونو د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې شوي دي.
د طالبانو ترمنځ درز وروسته له دې رامنځته شو چې د ملا عمر د مړینې خبر تایید شو.