تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سبا /جمعه/ د ملي امنیت له ټیم سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د خبرو لپاره په کمپ ډیوید کې غونډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویندویې سارا هاکابي سندرز د دې خبرې د اعلانولو په ترڅ کې ونه ویل چې ایا تراوسه پورې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي نهايي شوې او که نه ده.
ولسمشر ټرمپ، مرستیال یې مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، دفاع وزیر جېمز ماتیس، د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، د سي آی اې رييس مایک پمپیو او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي څېړي.
اغلې سندرز په دې اړه څه ونه ویل چې ایا ولسمشر ټرمپ له ولسمشر کېدو۷ میاشتې وروسته د افغانستان ستراتیژي نهايي کړې او که نه ده.
ټرمپ ویلي چې د افغانستان د ستراتیژۍ د بدلون په اړه پرېکړه ورته اسانه نه ده.