تاند- هغې لس کلنۍ هندۍ نجلۍ، چې د جنسي تېري په نتیجه کې اومیندواره شوې وه، ماشومه وزېږله.
دې نجلۍ ته د هند سترې محکمې اجازه نه وه ورکړې چې ماشوم سقط یا ضایع کړي.
د اومیندوارۍ په مهال دې ته ویل شوي و چې په نس کې یې غټه ډبره ده او نوره هم غټېږي.
د دې ماشومه په چندي ګړ (ګهړ) کې د سزاریان یا جراحي عملیات له لارې دنیا ته راغله.
د ماشومې وزن دوه نیم کیلو دی.
راپورونه وايي چې د دواړو روغتیايي حالت ښه دی.
نجلۍ ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د خپل تره له لوري پرې په ځلونو جنسي تېری شوی دی.
د هغې کاکا نیول شوی دی.
د جولای په نیمايي کې وروسته له دې څرګنده شوه چې دا اومیندواره ده، چې دې د نس له درده شکایت وکړ.