کله چې زه په لومړی ټولګي کې وم نو زموږ ښوونکې به هغه چاته چې کورنۍ دنده یې سمه ترسره کړې وه، او کومه غلطي به یې نه لرله، د کتابچې په څنډه کې پینځه پر پینځه لیکل او دا نومره ځکه ډیره ارزښتناکه وه چې ټولو نجونو او هلکانو به بیا دا یو بل ته ښودلې او ویل به یې چې زه له نورو نه تکړه یم او ښوونکي راته داسې لیکلي.

ما د چا په کتابچه کې نه ولیدلي چې دا څنګه لیکل کیږي او نه مې هم په خپله کتابچه کې ښوونکي راته لیکلي و. ځکه ما خپلې کورنۍ دندې ته سمه پاملرنه نه کوله.

یوه ورځ چې زه ښوونځي ته نه وم تللې، زما خور چې کله له ښوونځي نه راغله نو په لار کې یې راته په خوشحالۍ وویل: ته پوهیږې چې نن ښوونکې ماته په کتابچه کې پینځه پر پینځه ولیکل.

ما چې هیڅ کله هم پینځه پر پینځه نه و اخیستي،نو مې خور ته په خوشحالۍ وویل: څومره ښه خو ګوره پینځه یې ستا پينځه یې زما!

خور مې وخندل او وویل چې دا خو پيسې نه دی، نومرې دي.

له دې سره زه پوهه شوم چې که مې کورنۍ دنده سمه ترسره کولی نو اوس به مې پینځه پر پینځه پیژندل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *