سناتور ګراهام

تاند- د امریکا د سنا جرګې غړي او د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور لیندسي ګراهام نن /جمعه/ ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه ونه کړي.

ګراهام په داسې حال کې چې ټرمپ له خپل امنیتي ټیم سره د مریلنډ په کمپ ډیویډ کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ بحث کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي«که موږ له افغانستانه ټول پوځیان وباسو، دا به زموږ د ملي امنیت لپاره غمیزه وي او د امریکا پر خاوره به د سپټمبر یوه بله یوولسمه وي.»

دفاع وزیر جېمز ماتیس، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، مرستیال ولسمشر مایک پینس او د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر د هغو ۲۱ سلاکارانو په ډله کې شامل دي چې دا شېبه په کمپ دیوید کې د افغانستان پر نوې ستراتیژۍ د خبرو لپاره راټول شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په نننۍ غونډه کې د ټرمپ ستراتژیست سټیف بنن (Steve Bannon) برخه نه لري. نوموړی د افغانستان پر سر د ټرمپ له نورو سلاکارانو سره اختلاف لري. ده نن /جمعه/ استعفا وکړه.

واشنګټن ایګزه ماینر ورځپاڼه وايي چې دفاع وزیر په غونډه کې افغانستان ته د ځواکونو پر لېږلو تاکید کوي.

خو ټرمپ تراوسه پورې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو پلان ځنډولی دی.

ګراهام ویلي«زه ولسمشر ټرمپ هڅوم چې د جنرالانو خبرو ته غوږ ونیسي. هیله لرم چې ولسمشر ټرمپ به د خپلو اسلافو خلاف زموږ پوځیان د افغانستان نارامو سیمو ته ولېږي.»

د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس تېره دوشنبه په واشنګټن کې وویل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو په شمول پر بېلابېلو انتخابونو غور روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *