اریانا سعید

تاند- د نوموتې سندرغاړې اریانا سعید کنسرت د امنیتي اندېښنو له کبله او د کابل د ګارنیزیون په غوښتنه په غازي لوبغالي کې نه کېږي.

اریانا سعید، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې په ویاړ کنسرت ورکوي، وايي چې په هیڅ صورت له کنسرته نه تېرېږي خو د ګارنیزیون غوښتنې ته په درناوي د کنسرت ځای له غازي لوبغالي څخه کانتینیتل هوټل ته بدلوي.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ماښام به اریانا سعید د خپل هنر مینه والو ته د کانتینیتل په پرانیستې فضا کې خپلو زرګونو مینه والو ته د خپلواکۍ د جشن په ویاړ کنسرت وړاندې کړي.

امنیتي چارواکو ویلي چې په غازي لوبغالي کې د زرګونو کسانو د امنیت تضمین ته چمتو نه دي.

ویل کېږي چې په کنسرت کې یوازې له طالبانو او داعشیانو وېره نه کېږي بلکې له جمعیت او نورو جهادي ډلو هم، چې له موسیقۍ او هنر سره یې جوړه نه ده، د اریانا سعید په کنسرت کې د ورانکارۍ اندېښنه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *