د ملا محمد رسول په مشري د طالبانو ډلې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د اتهنوييمې کاليزې مبارکې ويلې ده.
دغې ډلې تاند ته دغه مبارکي لېږلې چې کټ مټ يې خپروو.
بسم الله الرحمن الرحيم
د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸يمې کاليزې په مناسبت د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا د مبارکۍ پيغام.
د افغانستان په تاريخ کې دا ورځ د افتخار او خوشحالي ورځ ده. د زمري اته ويشتمه د افغانانو په تاريخ کې يوه تاريخى ورځ ده چې په دې ورځ يې ستر ښکېلاک انګليس له سترې ناکامي سره مخ کړ او زموږ له مبارکې خاورې يې په ډېره شرمندګي او ذلت تيښتې ته مجبور کړ.
حال دا چې هغوى په ډېرو عصري وسايلو سمبال او مجهز وو او او زموږ غازيان او مجاهدين په ډېرو کمزوريو محدودو وسلو سمبال وو، خو للهالحمد په ايماني او اسلامي جذبه او افغاني غرور يې د نعره تکبير او الله اکبر په زمزمو داسې خوار او ذليل کړل چې په ټوله نړۍ کې له ماتې سره مخامخ شول.
افغانانو جهان ته دا ښوولې ده چې که په ظاهري وسايلو کمزوري وي، خو ايماني قوه يې غښتلې وې.
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا چې د الحاج ملا محمد رسول تر قيادت لاندې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې مجاهدين او افراد لري، د دې تاريخي او وياړلې ورځې مبارکي عمومآ مسلمانو ته او بيا خصوصآ افعانانو ته وايي او الله ج ته سوال کوو چې نور دې الله زموږ په ګران وطن کې د اسلامي نظام تطبيق، امن، ازادي او د ورورولي فضا قايمه او الله ج دې زموږ هېواد د خارجيانو له اشغال نه ازاد کړي.
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا نن ورځ يو وار بيا پر خارجيانو دا غږ کوي چې خپل عسکر دې زموږ له هېواده وباسي او اشغال، ظلم، بربريت او افغان وژنې ته نوره خاتمه ورکړي، ځکه دا ستاسې په مالي او ځاني زيان تمامېږي.
نور پوځونه او عسکر د افغان وژنې لهپاره مه رالېږئ، مساله دعکسرو په زياتولو نه حل کېږي، که په دې باندې مشکل حل کېداى، نو تاسې چې دلته څه کم يو نيم لک پوځيان درلودل او په قسمه قسم وسايلو باندې سمبال واست، خو جنګ مو و نه ګاټه، ستاسې په ناکامي تمام شو.
افغان پرېږدئ چې مساله په خپله حل کړي. نور تاسې ته دلته د بقا مجوز نه دی پاتې.
موږ پر ټوله نړۍ او اسلامي هېوادونو باندې غږ کوو چې خارجيان دې ته قانع کړي چې د افغانستان خاوره ترک، خپل پوځونه وباسي او افغان پرېږدي چې مساله په ذات البيني تفاهم حل کړي او افغانان نور دې له مصيبت اوکړېدلي حالت نه خلاص کړي.
وسلام
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!۰
زه هم هغودرونوهیوادوالوته چې الهي کتاب او د افغانستان اساسي قانون مني او درناوی ورته لري، د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې مبارکي وایم او د لوی سبحان له درباره هیله لرم چې: د افغانستان لیوني دښمنان هغه چئ د غاړې پړي ئې شلیدلي او د یاغیتوب تیره غاښونه ئې د ولس غوښې او(غوږونه)چیچي او د کبر ښکرئې آسمان ګواښی، په خپله الهي محکمه کې را ښکیل کړي۰
الله پاک د رحم وکړي چې زمونږ په خړوپړهیواد کې د سولې یوپوخ تهداب کیښودل شي او زمونږ هیوادوال دې د جګړې له طاعوني ناروغتیا خلاص کړي۰
تل او سمسور د وي افغانستان، مړه دې وي د افغان ولس دښمن۰