د ښار په واټونو، سړکونو او کوڅو کې ماشومان وينم، پر تنکیو اننګیو یې درې رنګونه راکښلی وي او د رخسار ښکلا یې لاپسې زیاته کړې وي. پر سینو یې درې رنګه د بیرغ نښان ټومبلی وي او کوچني زړه ته یې لوی سکون وربخښلی وي.

خپل ماشومتوب را یاد شي، د حسرت اوښکې تویې کړم؛ اوسنیو ماشومانو ته وګورم سترګې مې له خوښۍ ډنډ شي.

موږ د “سرو” له وېرې له وطنه ډېر لېرې لاړو. آن د وطن خوږ شمال هم نه را رسېده. ما او همزولو مې درې رنګه بیرغ نه پېژانده. موږ به یا ستوری او سپوږمۍ والا بیرغ لیده او یا تنظیمي بیرغونه چې هر چا د خپل ذوق او سلیقې مطابق جوړ کړي وو او د خپل وطن هیڅ تنده پرې نه ماتېده.

موږ په داسې ځای کې رالوی شوو چې د “غوايي”، “مرغومي” رمباړې مو اورېدې؛ خو د “زمري” له شوره نه وو خبر.

په کمپونو کې به د غوايي په اوومه تقریرونه شروع شول، کمونیسټي کودتا به د باد بڼکه شوه؛ موږ به هم په ټوله جذبه شعارونه ورکول او له خواږه وطنه د خپلې جدایي کسات به مو ترې اخیست.

د مرغومي په شپږمه به غونډې جوړې شوې، د “قطبي خرس” د ظلمونو او وحشتونو کیسې به کېدې. جذباتي تقریرونه به کېدل او ولوله انګېز شعارونه به پورته کېدل؛ خو د زمري په “۲۸”مه به هیڅ خبره نه وه. لکه په دې ورځ چې هیڅ نه وي شوي. لکه دا ورځ چې په جنتري کې هیڅ ځانګړی ځای نه لري او…

نه پوهېږم دا ورځ ولې داسې خاموشه تېرېده؟

ولې زموږ نوی نسل ترې ناخبره ساتل کېده؟ او ولې د دغې ورځې د اتل او اتلانو یاد نه کېده؟

شاید، ټول قصور د امان الله خان و. د همده په خاطر دا ورځ غلې تېرېده. کوربه هېواد او هغه ته مخلص مریدان یې پوهېدل چې دغه تاریخي اتل د افغانستان څېره بدلوله.

په افغانستان کې یې د عصري تعلیم څراغونه بلول. افغانستان ته یې رڼايي راوسته. افغانستان یې نورو ته له مجبوریته ژغوره. افغانستان یې د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو سره برابراوه او ولس یې د نېکمرغو ملتونو په لیکه کې درواه. دا هر څه نه د کوربه هېواد په طبیعت برابر وو او نه د هغه د مخلصینو.

همدا علت و چې تنظیمي مشرانو له خپلې پوهې او علمیت سره سره، هغه چاته عقیدت درلود چې د دغه مترقي شاه د پرمختګ پلانونه یې تس نس کړل.

په لنډه دوره کې یې له عصري تعلیم سره اوږده دښمني وکړه او یو ځل بیا یې هېواد د بدبختیو او هلاکت ډنډ ته ټېله کړ.

 تنظیمي ملک الشعرا خلیلي خو یې په مدحه کې قصیدې وویلې، د “خراسان عیار” یې ترې جوړ کړ او په دې توګه یې د خپل مستوفي الممالک پلار کسات له مرحوم شاه څخه واخیست او نور ورسره په همدې شخصي دښمنۍ کې ملګري شول.

زموږ اوسنی تنکی نسل هم محروم نسل دی. د ویر او دحشت په فضا کې ټوکېدلی نسل دی. د وژنو، ویجاړیو او ژوبلوونو قرباني او شاهد نسل دی؛ خو بیا هم بختور دی، ځکه دوی په خپل وطن کې او له فرمایشي انحصاري فضا نه بېرون زېږیدلی نسل دی.

دوی به، که خدای کول، هر کال د زمري د ۲۸مې جشنونه ویني. خپل ملي بیرغونه به ویني. دوی به په دې اړه پوښتنې کوي، مشران به ورته ځوابونه ورکوي او په دې توګه به یې په ذهن کې له وطن او د وطن له پرمختګ سره لېونۍ مینه په ټوپونو شي.

دوی به د خپل هېواد د تاریخ له یوه زرین او نیمګړي بابه خبر شي، په ټول شوق به د همدې باب د بشپړولو په فکر کې شي. همدا فکر به په‌کې وده وکړي او چې کله یې مټې غښتلې شوې او فکري تومنه یې برابره شوه، نو لاس په کار به شي.

 د افغانستان د امید سترګې د همدغه تنکي نسل په لور کږې دي.

 دا نسل وروزئ، ډېر ښه یې وروزئ، ګوندې د خپل وطن ټپونو ته ټکور شي!

(د ښاغلي دوست دا لیکنه په سرخط ورځپاڼې کې خپره شوې)

One thought on “په مجمر کې ګلابونه| محمد نعمان دوست”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *