ذبیح الله احساس||
د استقلال جنش نمانځنې د موخې تفسير له دې ټکو پرته بل څه نه دی چې په ولس کې د وطنپالنې د حس ولولو په شور راوستل دي. د دغه شور لهپاره بايد په کال کې يو ورځ وي، زموږ د وطن هغه ورځ د اسد ۲۸مه ده.
زموږ په څېر هېوادونو کې د دې ورځې پالل شوق نه، بلکې اړتیا ده. د وطنپالنې اړتيا، د يو بل د مننې اړتيا، د امنيت اړتيا، د سوکالتيا اړتيا او له وطن سره د ولس د مينې اړتيا.
د دغې اړتيا د پوره کېدو لهپاره بايد حکومتونه بستر جوړ کړي او ولس ورسره همغاړی شي.
له بده مرغه له تېرو څلورو پنځو کالو د هېواد په بېلابېلو څنډو کې د ځوانانو لهخوا د دغې ورځې د نمانځنې تابيا تر خپله وسه ليدل کېږي؛ خو پرته له جلالاباده، په بل ښار کې حکومت د يادې ورځې د نمانځنې لهپاره کوشش نه دی کړی.
اوسنی حکومت، د ولس د ويښتابه په برخه کې په تبلیغاتي اړخ کې خورا کمزوری دی؛ خو ما داسې ګومان نه کاوه چې د ولس لهخوا دې يو ويښتانه د يوې سترې تشې د ډکېدو لهپاره له شته اسانتياوو د ګټې اخيستنې پر وړاندې لاس تر زنې کښېني.
زه نه پوهېږم چې ولې هره ښاروالي په خپلو سيمو کې د جشن نمانځنې لهپاره بوديجه نه ځانګړې کوي.
په فېسبوک کې نږدې له هره ښاره په ولسي کچه د ولس د مینې څرکونه ښکاري، هر ځای ځوانان تر خپله وسه د خپل ښار په ښکلي کولو اخته دي. چا موټر په ملي بيرغ پوښلی، چا د کور د بام پر سر درې رنګې جنډه رپولې او ډېری مدني ټولنو حرکتونه او غونډې تنظيم کړې؛ خو حکومت د ولس د دغه عشق پر وړاندې بېغوره دی.
د جشن نمانځنه شور او ولولو ته اړتيا لري؛ خو حکومت يې له پلازمېنې واخله، تر ولايتونو پورې په بندو خونو کې په سولېدلو خبرو نمانځي.
دا ورځ د سندرو، اتڼ، ډولونو او مستيو ورځ ده. په دې ورځ دښمن ته په همدې اسبابو او کړنو ماتې ورکولای شو؛ خو حکومت لا هم د دغه درک په حس کې کمزوری دی.
وطنپالنه د سياست تر څنګ د تبليغاتو شور ته هم اړتيا لري، حکومت ته بويه چې د ولس له شته ويښتابه څخه د دښمن پر وړاندې ګټه واخلي.
په دې تمه چې راتلونکي کلونه د هېواد هر ښار جلالاباد وي او د اسد ۲۸مه له هېواد سره د مينې او عشق د ورځې په نوم ونمانځل شي.
تل دې وي افغانستان.
سرخط ورځپاڼه