مور او زوی له ما مخکنیو څوکیو کې کښېناستل. دواړه غلي وو. زوی د لندن ښاري دوه چته بس له کړکۍ بهر د خلکو، بلکې د ښځو ګڼې ګوڼې ته کتل.
مور یې ناڅاپه پر سترګو لاس ورونیو. شېبه وروسته بېرته خپلو فکرونه کې ډوبه کښېناسته. د مور د لاس له لرې کېدو سره سم هلک بیا د خپلو سپینو عینکو له شا د بازار په ننداره بوخت شو.
مور یې هم تر ډېره ورته صبر نه کاوه. اکسفورډ سرکس ته د بس له تاوېدو سره سم یې بیا د زوی سترګې ورپټې کړې او بیا نو دغه سلسه همداسې روانه شوه.
تم ځای مې راورسېد. پاڅېدم، خو د سترګو تر کونج مې هلک ته کتل. د هلک سترګې سرې وې. اوښکې ترې بهیدې. باڼه یې ژر ژر رپول.
بس د لوړې ودانۍ له سیوري تېر شو. د هلک پر مخ له کړکۍ راوتلې وړانګې ولګېدې. مور یې ژر پر سترګو لاس ورکېښود.
لندن
اګست ۱۹
۲۰۱۷
Salaamona.what does it mean?what kind of story is?